ايمانياتعقيده

د الله پاك د صفتونو هکله قواعد او ضوابط . ليكنه: لقمان حكيم حكمت

د الله پاك د صفتونو هکله قواعد او ضوابط . ليكنه: لقمان حكيم حكمت

 

لومړۍ قاعده

د الله پاك صفتونه ټول د كمال صفتونه دي لكه : حياة ، قدرت ، سمع ، بصر ، رحمت ، عزت ، حكمت ، علو، عظمت ، او…، هېڅ راز عيب او نقص پکې شتون نه لري .

چې كله هم په صفت کې نقص او عيب وي ، هېڅكله يې ثبوت د الله پاك په حق کې جواز نه لري ، لكه : جهل ، نسيان ، عجز ، ړوندوالی ، كوڼوالی  او..  .

دوهمه قاعده

د الله پاك له اسماوو څخه د صفتونو باب ډېر زيات وسيع دی ، په دې معنى چې هر اسم صفت ته متضمن وي چې د صفت اشتقاق ورڅخه کېدای شي او صفتونه يواځې د الله پاك د افعالو پورې تعلق لري ، د الله پاك افعال داسې انتهاء نه لري  لكه څنګه چې يې اقوال انتهاء نه لري .

د مثال په توګه : الله پاك فرمايي 🙁 إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ )([1])

د ايت په رڼا کې مونږ الله پاك لره د بطش صفت ثابتوو ، خو د باطش اسم ورله نه ثابتوو .

دريمه قاعده

د الله پاك صفتونه په دوه تقسيمه دي : ثبوتيه ، سلبيه .

ثبوتيه هغه صفتونو ته ويل کېږي چې الله پاك خپل ځان لپاره په قرانكريم کې او يا ورله د هغه رسول كريم  صلى الله عليه وسلم  په صحيحو او صريحو حديثونو کې ثابت كړي وي .

ټول د كمال صفتونه دي چې يو يې هم د نقص او عيب صفت نه دی .

سلبيه صفتونه هغې ته ويل کېږي چې الله پاك له خپل ځان نه په قرانكريم کې او يا ورڅخه د هغه رسول كريم صلى الله عليه وسلم  په صحيحو او صريحو حديثونو کې نفي كړيوي .

لكه : مرګ ، خوب ، جهل ، نسيان او ….

څلورمه قاعده

ټول ثبوتيه صفتونه د مدح اوكمال صفتونه دي ، څومره چې د صفتونو دلالت اضافه کېږي هومره د موصوف كمال زياتيږي .

سلبيه صفتونه زياتره په دريو حالتونو کې ذكر کېږي  :

د سلبيه صفت لومړی حالت :  د الله پاك په دې قول کې د عموم كمال بيان چې الله پاك د نقص صفتونه نه لري : ( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) ([2])

او په دي قول کې چې  ( وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ) ([3])

: د سلبيه صفت دوهم حالت : د هغې دعواګانو نفي كول چې مشركانو په  الله پاك باندې دروغ تړلي دي ، الله پاك فرمايي : ( أَن دَعَوْا لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدًا * وَمَا يَنبَغِي لِلرَّحْمَـٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا) ([4])

: د سلبيه صفت دريم حالت  : د معلوم شي له وجي د الله پاك د كمال په اساس د نقص او عيب وهم منع كول .

لكه الله پاك فرمايي : ( وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ) ([5])

پنځمه قاعده

ثبوتيه صفتونه په دوه ډوله دي :

ذاتيه صفتونه او فعليه صفتونه .

ذاتيه صفتونه دېته ويل کېږي چې الله پاك ورباندې همېشه لپاره متصف وي ، لكه علم ، قدرت ، سمع ، بصر، عزت ، حكمت ، علو ، عظمت .

هېره دې نه وي چې ټول خبري صفتونه په دې نوعه کې شاميليږي ، لكه : وجه ، يدين ، سترګې ، او داسې نور .

فعلي صفتونه هغې ته ويلای شي چې د الله پاك د مشيئت اړوند وي ،كه يې وغواړي كوي يې او كه يې وغواړي نه يې كوي ، لكه : استواء علىٰ العرش ، د دنيا اسمان ته نزول او داسې نور… .

شپږمه قاعده

د الله پاك د صفتونو د ثبوت په مهال له دوو شيانو څخه ځان ژغورنه لازم ده : تمثيل . تکيف .

تمثيل د الله پاك ثابت شده صفتونو باندې د مخلوق د صفتونو په شان عقيدې ساتلو ته ويلای شي په دې معنى چې د الله پاك صفتونه د مخلوق د صفتونو  په څير وګڼي دا عقيده د کفر عقيده ده  .

دومره ده چې تمثيل او تشبيه منځنی توپير عموم او خصوص لري ، په دې معنى چې هر تمثيل تشبيه ده خو هره تشبيه تمثيل نه ده .

له همدغې كبله الله پاك په قران كريم له خپل ځان مماثل نفي كړی دی چې ( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) ([6])

تکييف د الله پاك د صفتونو څرنګوالي بيانولو ته ويل کېږي.

{ اوومه قاعده :

د الله پاك ټول صفتونه توقيفي دي ، عقل لپاره ورپکې هېڅ راز دخل او مجال نشته ، معنی دا ده چې د الله پاک صفتونه به څوک په عقل نه ثابتوي چې دا صفت ځکه ثابتوم چې زما عقل يې مني او دا ځکه نه ثابته وم چې زما عقل يې نه مني ، نا بلکي د الله د صفتونو د ثبوت معيار قراني ايتونه او نبوي حديثونه دي .

الله پاك لره به هغه صفتونه ثابتيداي شي چې الله پاك يې خپله ځان لپاره په قرانكريم کې ثابت كړيوي ، او يا ورله د هغه پيغمبر محمد  صلى الله عليه وسلم  ثابت كړي وي .

هر هغه صفت چې قرانكريم د الله پاك په حق کې د ثابت كړی وي ، درې وجهې لري :

: په ثابت شوي صفت تصريح كول ، لكه : عزت ، قوت ، بطش ، وجه ، يدين ..

: له ثابت شوي صفت نه الله پاك لره اسم ثابتول لكه : مغفرت نه الله پاك لره د غفور اسم ثابتول .

: د ثابت شوي صفت په فعل يا هغه څه چې دغه صفت ورباندې دلالت كوي تصريح كول ، لكه : په

( الرَّحْمَـٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ)([7]) کې د استواء صفت .

يا په ( يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا )([8]) کې د نزول صفت .

په (  إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ )([9]) کې د انتقام صفت .

………………………………………..

([1]) سورت بروج :۱۲ .

([2]) سورت شورى : ( ۱۱  ).

([3]) سورت اخلاص : ( ۵ ) .

([4]) سورت مريم : ( ۹۱ –  ۹۲ ).

([5]) سورت ق : ( ۳۸ ) .

([6]) سورت شورى : ( ۱۱ ) .

([7]) سورت طه : ( ۵ ).

([8]) صحيح البخاري حديث نمبر : ( ۱۱۴۵ ) .

([9]) سورت  سجده  : ( ۲۲ ).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button