
پوښتنه: د ورښت، د تندر د ګزا او د بريښنا پرمهال په يو مسلمان څه واجب دي؟
جواب: د تندر اوازونو د اوریدو پر مهال دې دا دعا ووایي: “سبحان من سبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته”. دا دعا د زبیر رضي الله عنه او ځینو نورو سلفو څخه نقل ده، که یو مؤمن دا ووایې دا ورته غوره ده.
او د ورښت پر مهال دې دا دعا ووايي: “اللهم صيبًا نافعًا، مطرنا بفضل الله ورحمته”. همدارنګه په دې اړه نور حدیثونه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل دي.
شيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله
مجموع فتاوى ابن باز (١٣/٨٥)