حدیثد حديثونو ژباړهطهارتعباداتفقه
د ژمني احکامو اړوند د ځينې علماؤ فتواګانې

پوښتنه: زموږ په غربي هیوادونو کې بارانونه ډیر وي، آیا موږ ته روا ده چې دغه رانقل شوې دعاګانې ووایو: اللهم صيبًا هنيئًا، أو «اللهم صيبًا نافعًا»، اللهم اجعله على الآكام والظراب وبطون الأودية ؟
شیخ عبدالعزیز بن باز –رحمه الله
هو، دا دعاګانې ووايئ: «اللهم صيبًا نافعًا» که کله د باران له امله کومه ستونزه پیدا کیده او یا پیداشوه بیا دا دعا ووایئ: «اللهم حوالينا ولا علينا، اللهم على الآكام والظراب» حديث.
که کله بیا کوم زیان ترې نه پیدا کیدو، دا دعا ووايئ: «اللهم صيبًا نافعًا، مطرنا بفضل الله ورحمته، اللهم اجعله مباركا» خو که چیرته باران زیانمنونکی شو، بیا دا دعا ووایئ: «اللهم حوالينا ولا علينا» حديث.
مجموع فتاوى ابن باز (28/125).