پوښتنې او ځوابونهحدیثد حديثونو ژباړهطهارتعباداتفقه

د ژمني احکامو اړوند د ځينې علماؤ فتواګانې

پوښتنه: ځیني خلک وایي که چیرته تاسې د باران غوښتنه ونه کړئ بیا هم باران کیږي، تاسو ددې خبرې په اړه څه وایئ؟ 

محمد بن صالح العثیمین رحمه الله.

جواب: زه خو وایم چې ددې خبري کوونکي په اړه د لوی خطر څخه ویریږم، ځکه الله پاک فرمایلي دي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِىِ أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِىِ سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر:60]، الله پاک حکیم ذات دی کله خپله مهرباني وروسته کوي تر څو خلک الله ته د سختې اړتیا حس وکړي، د الله څخه پرته بل ځای د پنا نشته، او د باران د راوریدو علت بيا د خلکو دعا او زارۍ وګرځوي.

كله خلک دعاګانې وغواړي خو باران ونه شي، نو په دې کې هم د الله خپل حکمت دی، ځکه الله له هر چا ډیر پوهه، ډیر حکمت والا، او په خپلو بندګانو د خپلو ځانونو ډیر مهربانه دی، ډېر وخت یو انسان یو څه غواړي خو هغه ترلاسه نه کړي، بیا دعا وغواړي خو بیا یې هم ترلاسه نه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يستجاب لأحدكم ما لم يعجل، يقول دعوت فلم يستجب لي»، په دغه وخت کې پښیمانه شي او دعا پريږدي، الله دې ترې موږ وساتي، بهر حال دعا غوښتونکی انسان په هر حالت کې ګټور دی، په حدیث کې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي څوک چې دعا وغواړي له دې کارونو څخه به د یو نه برخمن شي: یا به یې دعا قبوله شي، او یا به ورنه ستر مصیت لرې کړل شي، او یا به یې د قیامت ورځ ته ‌ذخیره شي.

زه دغه پورته خبرې کوونکي ته دا نصحیت کوم چې الله ته توبه وباسي، دا یو ستره ګناه ده او الله چې د دعا غوښتلو امر کړی، خلاف خبره يې کړې ده.

مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (16/353-٣٥٤)

 

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button