پوښتنې او ځوابونهحدیثعباداتفقهفكري خونديتوب

د ژمني احکامو اړوند د ځينې علماؤ فتواګانې

پوښتنه: زه له خلکو ډېر اورم چې د باران نه کیدل ددې تعلق د عبادت سره دی، که چیرته داسې وي کوم کسان چې په هند او داسې نورو ملکونو کې دي پرله پسې بارانونه ورباندې کیږي آيا له موږ څخه زیات عبادت کوي، او حال دا چې موږ له هغوی ډیر د الله عبادت کوو، او کنه خبره د فلک د دوران او ګردش ده؟
د دې خبرې وضاحت موږ ته وکړئ چې یقینا د ډیرو خلکو ذهنونونه کې دا خبره ده.

جواب: مومن او مسلمان ته پکار دي چې په دې خبره ځان پوهه کړي چې الله پاک دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، او د دویو د رزق زمواري یې هم اخیستې ده، برابره خبره ده که هغه مسلمانان وي او که کافران، الله فرمایلي دي: {وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا} [هود:6]، بل ځای الله پاک فرمایي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ} {مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ} {إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ} [الذاريات:56-58]، بل ځای الله فرمايي: {وَكَأَيِّنْ مِّنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ} [العنكبوت:60].
دا الله هغه ذات دی چې مخلوقات یې پیدا کړي دي که هغه پیریان دي او که انسان، که مسلمانان دي او كه کافر، د دویو د رزقونو زمواري يې هم اخیستې ده، یوازې همدا الله دی چې بارانونه راوروي د مسلمانانو او کافرانو په هیوادونو کې یې نهرونه راون ساتلي دي، لیکن الله پاک خپلو بندګانو ته چې کله یو داسې کار وکړي چې د شریعت سره په ټکر کې وي، یا یې نافرماني وکړي کله ادب او کله سزا ورکوي چې بیدار اوسیږي، او د الله پاک د غوسې د اسبابو څخه ځانونه وژغوري، بارانونه بندیږي لکه څرنګه چې د الله د نبي په زمانه کې بند شو حال دا چې هغوي د ځمکې پر مخ غوره انسانان وو، د رسول الله علیه وسلم دور ښه دور او د ښو اصلاح خلکو دور وو، ددې سربيره بیا هم د قحطۍ او وچکالۍ د ازميښت سره مخ شول، آن تر دې چې مسلمانانو د الله د پیغمبر نه وغوښتل چې زموږ لپاره د باران دعا وغواړه چې الله باران وکړي، د الله نبي ته یې وویل: اې د الله رسوله! مالونه مو له ولږې تباه شول، لارې مو بندې شوې، د الله څخه سوال وکړه چې باران وکړي، د الله پیغمبر دا دعا وغوښته او لاسونه یې پورته کړل: «اللهم أغثنا، اللهم أغثنا، اللهم أغثنا»، د الله پیغمبر په منبر هماغه شان ولاړ وو چې الله وریځې راپیدا کړي او باران یې وکړ، باران تر بلې جمعې ورځې پورې اوږد شو، بیا خلکو د سختو بارانونو له امله د خپلو ځانونو په فکر شول چې یو څه رزق ځان ته پیدا کړي، آن تر دې چې راتلونکي جمعې پورې باران اوږد شو، بیا د الله پیغمبر ته راغلل ورته یې وویل: مالونه مو تباه شول، لارې مو بندې شوې، د الله نه سوال وکړه چې باران پر موږ بند کړي، د الله پیغمبر د انسانانو د کمزورۍ له امله وخندل، چې په تیرې جمعه کې باران وغښت او په دې جمعه کې غواړي چې باران بند شي، لاسونه یې پورته کړل او دا دعا یې وویله: «اللهم حوالينا ولا علينا، اللهم على الآكام والظراب وبطون الأودية ومنابت الشجر».
أنس رضي الله عنه وایي: همدغه وخت کې وريځ وشلېده او خوره وره شوه کله هلته کله بل ځای به باران کيده.
مقصود دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د باران غوښتلو لپاره دعا کړې، اوخلکو ته د هغه په زمانه کې وچکالي پیدا شوه، او حال دا چې هغه بهترین خلک وو، ددې لپاره چې مسلمانان بیداره اوسي، او الله ته عاجزي اختیار کړي، او د الله څخه د فضل او خیر غوښتنه وکړي، ځکه ادب ورکولو کې د دویو لپاره خیر دی، چې د الله څخه دعاګانې وغواړي، عاجزي ورته وکړي، او په دې وپوهیږي چې رزق الله ورکوي، همدا ډول اسلامي هیوادونه هم دي، چې خلک یې د کافرو هیوادونو د خلکو څخه ډیر ښه دي، او د الله ډیره بندګي کوي، لیکن بیا یې هم الله په سختۍ او په راحت کې ازمايي، په راحت کې چې د الله شکر وباسي او په سختۍ کې چې الله ته متوجې شي او صبر وکړي، د دې لپاره چې د سختۍ په وخت کې په صبر او د راحت په وخت کې په شکر کولو الله دویو ته لوی اجرونه ورکړي، که الله ته متوجه نه شي نو د قحطۍ او چکالۍ سره به مخ شي، یا به پرې دښمن مسلط شي، او داسې نور شیان تر هغې پورې چې الله ته متوجه شي او هغه ته راوګرځي، توبه ورته وباسي، څرنګه چې الله فرمایي: {وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ} [الشورى:30].
الله پاک د احد په کیسه کې وايي چې څرنګه شکست سره مخ شول: {أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُّصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِّثْلَيْهَا} [آل عمران:165] مراد ترې د بدر ورځ ده: {قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ} [آل عمران:165]، مسلمانان په بدر کې په کافرانو برلاسي شول، الله کافران ناکامه کړل، اویا کسان یې ترې قیدیان او اویا نور یې ترې ووژل، بریا د مسلمانو لپاره شوه او کافران د شکست سره مخ شول، د احد په ورځ مسلمانانو باندې د خپلو ځانونو او اسبابو له امله مصیبتونه راغلل، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم غشو ویشتونکو ته وویل چې د مسلمانانو ترشا چې کومه مورچه ده دا باید ټنګه ونیسئ، او دوی پنځوس نفره ول، اګر که تاسو موږ ولیدو چې مرغان موږ تښتوي که بریا مو ترلاسه کړه او کنه خو تاسې به په خپل ځایونه نه پریږدئ.
كله چې الله پاک مسلمانانو ته بریا ورکړه او کافران ناکامه شول، غشو ويشتونکو فکر وکړو چې بس جنګ ختم شو او بریا زموږ شوه، اوس یوازې د غنیمتونو راټول پاتې دي، د خپلو ځایونو څخه وګرځيدل، امیر ورته وویل چې په خپلو ځایونو کې پاتې شئ، او د الله د پیغمبر خبره یې ورته وریاده کړه چې موږ ته یې څه ویلي وو، غشوویشتکو انکار وکړ او داسې یې وویل: جنګ ختم شو، کافران ناکامه شول. کله چې دوی خپل ځایونه پريښودل د کافرانو شاسواران په مسلمانانو باندې د شا له لورې راغلل او دغه مورچه یې د لاس لاندې راوسته، مسلمانان د دغې کار له امله د یو ستر مصیبت سره مخ شول.

مقصود دا چې مسلمان به کله ازمیښتونو سره مخ کیږي دا د دویو لپاره یو ياداښت دی، او د دویو لپاره په دې کې ګټې دي، زموږ رب ډیر پوهه او د حکمت والا ذات دی، چې مسلمانان متوجه شي او پوهه شي چې بریا د الله په لاس کې ده، یوازې دا نه چې دوی د الله عبادت کوي او پیغمبر هم له دویو سره ملګری دی دا بسنه نه کوي، بل اړینه ده چې د الله په تابعداري عمل وکړی شي، او د هغه امر پر ځای کړل شي، او پکار ده چې د الله د دښمنانو سره په جهاد باندې صبر وکړي، له دې امله الله پاک په دې ایت کې ورته خبردارۍ ورکوي: {أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُّصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ} [آل عمران:165].
كله چې د الله پیغمبر او صحابو ته د یوې نافرمانۍ له امله سزا ورکول کیږي، او داسې ازمیښتونو سره مخ کېږي څرنګه چې نور خلک ورسره مخ کيږي؛ نو د نور خلکو به څه حال وي؟
هر چې کافران دي هغوی خو دا کارونه پوره کړي دي، د شیطان تابعداري کوي، په هند او نور هیوادونو کې د شیطانانو تابع شوي دي، یا په امریکا او انګلستان او داسې نورو بلکې هر هیواد کې، الله پرې دا نعمتونه جاري ساتلي، رزقونه یې ورته پراخه کړي، او بارانونه ورباندې کیږي دا د دویو لپاره استدارج دی، لیکن د دوی انجام به ډیر ناکاره وي، څرنګه چې الله پاک فرمایلي دي: {فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً} [الأنعام:44].
په دوی هم داسې مصبتونو راغلي لکه ستر نړیوال لومړي او دویم جنګ، د کفر او ګناهونو له امله ورباندې مصیبتونه راغلي، الله پاک مهلت ورکوي خو غافله کیږي نه، الله فرمایي: {وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ} [البقرة٧٤]، او الله فرمایي: {وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ} [القلم:45]، کله کافرانو ته مهلت ورکوي، او نعمتونو په راډیر کړي لکه بارانونه ورباندې کوي، نهرونه یې روان وي، ډول ډول میوې لري، بیا چې کله یې الله وغواړي بیا يې سخت راونیسي، له دې وروسته دوی بيا هم په استدراج کې دي، څومره چې نعمتونه پراخیږي، او امن وي، سره له دوی هم بیا دوی د الله په نافرمانۍ کې اخته وي؛ د قیامت په ورځ به د دویو لپاره ستر عذاب وي، د دنیا څخه چې کوم معمولي خوند اخیستی د قیامت په ورځ به ورباندې له دې ډیره سخته وي.
عقلمند ته پکار دي چې په دې کارونو دوکه نشي، او مسلمان ته اړینه ده چې دا کارونو ته متوجه شي، په مسلمانانو به کله ازميښت راځي؛ خو بیا به هم د دوی لپاره ښه انجام وي، او دا ازميښتونه ورته ګټه کوي که خوښي ورته ورسیږي او په دې سره د الله شکر اداء کړي دا ورته ګټه کوي او که تکلیف ورته ورسیږي او الله ته عاجزي غوره کړي، سوالونه ترې وکړي، صبر وکړي، او مرسته ترې وغواړي او توبه وباسي دا ټول ورته ګټه رسوي، نسأل الله للجميع التوفيق والهداية.

فتاوى نور على الدرب لابن باز (13/ 407 – 412)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button