پوښتنې او ځوابونهحدیثعباداتفقه

د ژمني احکامو اړوند د ځینې علماؤ فتواګانې

سوال: د استسقاء لمونځ باره کې راته په تفصیل سره معلومات راکړئ، او طریقه یې څنګه ده؟

شيخ عبد العزيز بن باز -رحمه الله-

جواب: د استسقاء لمونځ سنت دی، د الله پېغمبر به دا لمونځ د وچکالی پر مهال کولو، خلکو ته به یې د لمر راختلو ورورسته شاړې او صحرا د وتلو امر وکړو، د اختر د لمونځ په څیر به یې دوه رکعته لمونځ ورته وکړو،  د لمانځه وروسته به یې خطبه وویله او نصیحت به یې ورته وکړو، په خطبه کې به یې د باران راوریدو او نورې ډیرې دعاګانې غوښتلې.

د الله پیغمبر به چې کله لمونځ وکړو، او خلکو ته به یې نصیحت وکړو، لاسونه به یې د دعا غوښتلو لپاره پورته کړل، بیا به یې دا دعا وویله:  «اللهم اسقنا غيثًا مغيثًا، هنيئًا، مريئًا، غدقًا، مجللًا، طبقًا عاما، نافعًا غير ضار، عاجلًا غير آجل» په دې باران سره ښارونه راشنه کړه، خلک ترې خړوبه کړه، او داسې نورې ډیرې دعاګانې به یې غوښتلې علیه السلام.

هدف دا چې د استسقاء لمونځ د اختر د لمونځ په څیر دوه رکعاته دی، په دواړو رکعتونو کې به قراءت په لوړ اواز سره وي، په لومړي رکعت کې به اووه ځلې الله اکبر ووایي، او په دویم رکعت کې به پنځه ځلې الله اکبر ووايي، د فاتحي د سورت نه وروسته به لومړي رکعت کې اعلی سورت او په دویم رکعت کې غاشیه، او یا په لومړي رکعت کې جمعه سورت، او په دویم رکعت کې به منافقون سورت ولولي، او که له دې پرته نور سورتونه هم ولولي، هم صحیح دي هیڅ هم ورباندې نشته.

که چیرته خطبه د لمونځ نه مخکې ووایې دا کار د الله پیغمبر هم کله کله کړی دی، لیکن اکثر به یې د اختر د لمونځ په څیر ادا کولو لکه څرنګه یې چې نن ورځ خلک کوي، د دې لپاره چې ټول مونځونه په یوشان طریقي سره ترسره شي.

سنت طریقه بیا دا ده چې د وچکالی پرمهال دي مسلمانان دا لمونځ ادا کړي، په هر ځای کې چې وي، که چیرته په جیزان کې وچکالي وي، یا په شمال جوف او حائل کې، دوی دې د استسقاء لمونځ وکړي، اګر نورو جهتونو والا یې ونه کړي.

که چیرته په جنوب کې وچکالي وي، او په شمال کې نه وي، د جنوب والا جیزان، ابها، غامد او داسې نور علاقې دې د استسقاء لمونځ وکړي، او که چیرته په شمال کې وچکالي وي او په جنوب لکه حائل، جوب او تبوک کې نه وي، نو دوی دې د استسقاء لمونځ وکړي، همدا شان دې د جوماتونو امامان د جمعې په خطبو کې د باران دعاګانې وکړي، او یا دې  د منطقې امیر، مشران او مسلمانان  شاړې او صحرا ته لاړشي او دوه رکعته لمونځ دې وکړي.

د حاکم اجازې ته کوم اړتیا نشته، کله چې وچکالي پیدا کیږي، د لمانځه لپاره دې وځي، حاکم دې د محکمې رئیس ته خبرداری ورکړي، او یا دې امیر د محکمې سره یوزای خبر ورکړي، او په یومعلومه ورځ باندې سره سلا شي، او خلکو ته یې هم ووایي چې په فلانی ورځ به د استسقاء لمونځ ادا کیږي، د دې لپاره چې خلک هم شاړې ته راووځي، او بیا ورته د جومات امام لمونځ ورکړي، او یا شرعي حاکم ورته امامت وکړي، دا لمونځ به دویم او دریم ځل هم کولی شي، تر هغې چې وچکالي شتون ولري، او که چیرته یې بار بار کوي په هره میاشت کې یو ځل او دوه میاشتي دا ټول سنت عمل دی.

دا هم سنت طریقه ده چې د باران غوښتنه دې د جمعې په خبطه کې وکړی شي، د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جمعې په خطبه کې دا کار کړی، لاسونه یې پورته کړل او د باران غوښتنه یې وکړه، او همدارنګه شاړې او صحرا ته به لاړ او هلته به یې دوه رکعته لمونځ وکړو، دا ټولې سنت طریقې دي، د جوماتونو امامانو ته روا دي چې د جمعې په خطبو کې د هغه ځایونو لپاره هم د باران دعاګاني وغواړي چې هلته وچکالي وي، د امیر او حاکم نه اجازت غوښتلو ته کومه اړتیا نشته چې کله وچکالي په منطقه کې څرګنده وي.

فتاوى نور على الدرب لابن باز (١٣/٤٠٢-٤٠٥)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button