پوښتنې او ځوابونهتوحيدحدیثشرکعباداتفقه

د ژمني احکامو اړوند د ځینو علماؤ فتواګانې

پوښتنه: په ستورو سره د باران غوښتلو څه حکم دي؟ محمد بن صالح العثيمين -رحمه الله

جواب: په ستورو باران غوښتل دوه ډولونه لري:

لومړي یې: ستر شرک دی او ددې لپاره دوه صورته دي:

لومړۍ صورت یې: باران د ستورو څخه غواړي، چې داسې وايي: اې فلانۍ ستورې په موږ باران وکړه، او داسې نور الفاظ وایې، دا ستر او لوی شرک دی، الله فرمایي: {وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ} [المؤمنون:117]، ژباړه: () الله فرمایلي دي:  {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا} [الجن:١8]، الله فرمایلي دي: {وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ} [يونس:106]، دا په عبادت او ربوبیت کې شرک کول دي.

دویم صورت: د بارانونو کیدل یو ستوري ته منسوبول، اګر که دعا ترې ونه غواړي بلکې دغه ستوری په خپل ذات سره د الله څخه پرته باران کوي، دا عقیده لرل چې ستورې د الله څخه پرته راوروي؛ دا هم په ربوبیت کې ستر شرک دی.

دویم ډول: کوچنۍ شرک:

هغه داسې چې داستوری د باران سبب دی، او باران راورونکي بیا الله دی، دا کوچنۍ شرک دی، ځکه هر چا چې کوم شی سبب وګرځولو  او هغه شی الله پاک په خپل قدرت او وحي سره سبب نه یې ګرځولی دا سړي په دې کار سره په کوچني شرک سره مشرک دی.

مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (193-192/2)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button