پوښتنې او ځوابونهتوحيدحدیثد احکامو حدیثونهعباداتفقه

د ژمني احکامو اړوند د ځینو علماؤ فتواګانې

پوښتنه: باران کیدل د هوا د لوړ او کم فشار پورې تړل څه حکم لري؟

 محمد بن صالح العثيمين رحمه الله

جواب: باران کیدل د لوړ او کم هوايي فشار پورې تړل اګر که دا یې حقیقی سبب دی، لیکن خلکو ته ددې لار پرانیستل پکار نه دي، بلکې داسې دې وویل شي: دا د الله رحمت دی، دا د الله نعمت او پیزوینه ده.

الله فرمایلي دي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ} [النور:43]. الله فرمایلي: {اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ} [الروم:48]، باران کیدل د هوا د کم فشار پورې تړل دا د جاهلیت د کارونو څخه یو کار دی چې انسان د  الله سره د تعلق څخه اړوي.

دا باید وپیژنو چې نسبت کول دا بیا په درې ډوله دي:

لومړۍ ډول: د الله څخه پرته بل ته د باران د ایجاد [ پیداکولو] نسبت کول دا ستر شرک دی.

دویم ډول: د باران د کیدلو نسبت یو داسې سبب ته کول چې  الله په خپل قدرت او وحي سره سبب نه دې ګرځولی؛ نو دا بیا کوچنۍ شرک دی.

دریم ډول: د باران نسبت یو وخت ته کول چې دې وخت کې بارانونه کیږي، دا نسبت بیا جائز او روا دی.

والله أعلم.

مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (2/193)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button