ايمانياتپوښتنې او ځوابونهحدیثد احکامو حدیثونهد حديثونو ژباړهعباداتعقيدهفقه

د ژمني احکامو اړوند د ځینو علماؤ فتواګانې

پوښتنه: د موسمي حالاتو او یا موسمي وړاندویونو بیانول چې موږ یې د راډیوګانو څخه اورو څه حکم لري؟

محمد بن صالح العثيمين -رحمه الله-

جواب: باران کیدل دا د غیبو د علم سره تړاو لري، په دې باندې یوازې یو الله پوهیږي، الله فرمایلي دي: {إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ} [لقمان:34].

څوک چې د غیبو د علم دعوی کوي چې په راتلونکي کې به باران کیږي دا سړی کافر دی، او د الله پاک ددې آیت دروغژن ګڼوونکی دی: {قُلْ لا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ} [النمل:65].

او هغه څوک چې د باران د کیدلو خبر ورکوي، او یا یې راتلونکي کې امید څرګندوي د هغه باریکو او دقیقو الو په رڼا کې چې موسم حالات پرې اندازه کیږي، نو ماهرین دا خبر ورکوي چې فضا د باران کیدلو لپاره اماده ده؛ نو دا بیا علم الغیب نه دي، بلکې دا د محسوس څیز د معلومولو لار او اله ده، د محسوس د معلوملو الی او لار ته علم الغیب نه ویل کیږي، په راډیو ګانو کې وړاندوینې ددې جملې څخه دي او د غیبو د علم څخه نه دي، له دې امله دوی دا نتیجه د داسې باریکه او دقیقو الو په واسطه ترلاسه کوي چې د موسم حالات ترڅیړنې لاندې نیسي، داسې نه ده د مثال په ډول چې موږ ته خبر راکړي چې دومره کلونو وروسته به باران کیږي او په دومره مقدار سره باران به وي، ځکه دغه الې تر هغه ځای نه دي رسیدلی چې دا معلومه کړي چې په راتلونکي کې به څه پیښیږي، بلکې دا د یو څو ساعتونو اړوند حالات وړاندې کوي، بیا دا هم ده چې کله ددې وړاندوینه سمه او کله ناسمه وي، او علم الغيب خو هغه دی چې موږ ته یوازې معلومات په لاس راشي خو بغیر د حسي وسایلو څخه، او په دې یوازې الله پاک پوهیږي.

په دې وخت کې دا خوښوم چې يادونه وکړم:

واجبه دا ده چې په دې خبره ځان پوهه کړو چې کوم څه د الله په کتاب، او یا په صحیح سند سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د اخباریه کارونو اړوند نقل وي، هیڅ وخت دا امکان نه لري چې واقع دې هغه دروغ کړي، ځکه واقع یو یقیني کار دی، په کوم څه چې د الله کتاب او یا هغه څه چې په صحیح سند د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل وي هغه یقیني امر دی، اګر که د هغه دلالت په مدلول باندې د احتمال وړ نه وي، د دوه یقیني کارونو ترمینځ تعارض نشته، ځکه یقیني دا قطعي وي او د دوه قطعيینو ترمینځ هم تعارض نشته.

له دې امله کله چې موږ په قرآن کې یو آیت ووینو چې ظاهر یې دغه رنګه وي، څرنګه چې موږ ته ښکاري چې موجوده صورتحال د دغه ظاهر خلاف دی، پر موږ واجب دي چې موږ دغه ظاهر وپیژنو چې دغه ظاهر هغه نه دی چې الله پاک یې اراده او قصد کړی؛ ځکه دا هیڅ وخت امکان نه لري چې موجوده صورتحال چې موږ یې وینو دا د قران تکذیب وکړي، بلکې قرآن د الله له لورې نازل شوی، هغه پوهه، خبردار، او په خپله وینا کې ريښتنی دی، ځینې خلک دا ګمان کوي چې دا وړاندوینې د الله پاک ددې آیت خلاف دی: {إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ} [لقمان:34]، حقیقت دا دی چې د آیت خلاف نه دي، ځکه موږ اشاره وکړه خلاف به هله وي که چیرته دوی په دې شیانو باندې په مجرد علم سره فیصله کوي، او حال دا دی چې دا فیصله د ښکاره الو په رڼا کې کوي د موسم حالت معلوموي چې فضا د باران لپاره اماده ده او کنه ده اماده.

ددې په رنګه چې په دې اخیري وختونو کې یې خلک نقل کوي چې دوی پوهیږي چې په رحم کې ماشوم هلک دی او که انجلۍ، ځینې خلک په دې هم دا ګمان کوي چې دا فیصله ددې آیت خلاف ده، ځکه د الله پآک وینا ده: {وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ}، او حقیقت دا دی کله چې دا ثابت شي؛ نو دا بیا ددې آیت خلاف نه دی: {وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ} (ما) اسم موصوله دی د عموم تقاضا کوي، نو دا ټول هغه شیانو ته شامل دی چې د جنین پورې اړه لري.

دا څرګنده خبره ده چې هیڅ تن نشي کولی چې دا دعوه وکړي چې دا ماشوم (جنین) به دنیا ته ژوندی راځي او که مړ، او که ژوندی راشي دا نشي ویلی چې دا به د ډیر وخت لپاره ژوندی وي او که د لږ وخت لپاره، او یا دا چې دا جنین چې کله دنیا ته راشي او ژوند ورته الله ورکړي چې دا به شتمن وي او که غریب او یا دا چې دا به نیک وي او که بد عمله وي، نیکبخته او که بدبخته به وي، دا دعوی هم څوک نشي کولی چې دا د جوړښت نه مخکې څرګنده کړي چې دا به هلک وي او انجلۍ.

كله چې د مور په رحم کې د ماشوم جوړښت وشي له هغې وروسته په رحم پورې د علم تعلق یوازې دې پورې نه دی چې دا هلک دی او انجلۍ، ځکه کله چې د مور په ګيډه کې د ماشوم جوړښت سرته ورسید، بیا خو هغه ملک (ملائکې) ته هم څرګنده شوه چې جنین هلک دی او که انجلۍ، نو له دې دا څرګنده شوه څنګه چې ویل کیږي او خبره یې ريښتیا شوه چې دا جنین هلک دی یا انجلۍ دا خبر ترلاسه کول د آیت خلاف نه دي، ځکه په رحم کې د جنین شتون پورې نورې خبرې تړل شوي دي، او دا یوازې په دې پورې ځانګړی نه دی چې دا هلک دی او که انجلۍ.

فتاوى نور على الدرب للعثيمين (4/2)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button