طهارتفقه

د پاکوالي او لمونځ باره کې احکام. ژباړه: الیاس بصیرزئی

د پاکوالي او لمونځ باره کې احکام. ژباړه: الیاس بصیرزئی

اوله برخه:

لمونځ د اسلام ستن ده، او د اسلام د ارکانو نه دویم رکن دی، او لمونځ په هر مسلمان سړی او مسلمانه ښځه فرض دی، او پاکوالی د لمونځ لپاره شرط دی، نو اول به د پاکوالي متعلق احکام ذکر کړو بیا د لمونځ احکام.

د اوبو قسمونه:

اوبه په دوه قسمه دی: 1/ پاکې.   2/ ناپاکې(ګنده،ناولي)

  • پاکی اوبه: هغه اوبه چې اودس غسل پرې جایز او کیږي.
  • پاکې اوبه: چې د اوبو اطلاق پرې کیږي او د نجاست او ګندګۍ په وجه نه وی تغیر(بدلې) شوي، لکه د بحرونو،نهرونو، باران، ا دکوهیانو اوبه.
  • او چې د اوبو اطلاق پرې نه کیږي اودس او غسل پرې جایز نه دی لکه چاي شربت جوس….
  • ناپاکې(ګنده) اوبه: هغه اوبه چې خوند رنګ بوی يې دنجاست او ګندکۍ په وجه بدل شوی وي.

نجاست او ګندګي لکه: واړه او غټ بول، وینه…..

کله چې اوبو سره ګندګي یوځای شي او د اوبو خوند رنګ بوی بدل شي نو دا اوبه نجسي دي او که خوند رنګ بوی بدل نه شي نو دغه اوبه بیا پاکی دي.

  • د نهرونو اوبه پاکې دي کله چې روانې وي او صفا وي او د نجاست او ګندګۍ کوم اثر یې په خوند رنګ او بوی کې نه وي.
  • اصل په اوبو کې پاکوالی دی تر هغې پورې چې نجاست پکې نه وي ښکاره شوی.

ددې قاعدې دلیل حدیث د ابی سعید الخدري رضي الله عنه دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شو: اې دالله رسوله! مونږ د بضاعه دکوهې په اوبو اودس وکړو؟ او هغه داسې کوهی دی چې دحیض(دزنانو میاشنتۍ بیماري) ټوټې او ګندګي او د سپو غوښې پکی غورځولی شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( اوبه پاکې دي هیڅ څه شی یې نه ګنده کوي)[1]

ددې قاعدې یو څو مثالونه:

  • چا چې اوبه پیدا کړي او هغه نه پوهیدو چې دا اوبه پاکې دي که ګنده نو اصل او قاعده دا ده چې دغه اوبه پاکې دي.
  • کله چې اوبو ته نجاست وغورځیږي او شک پیدا شي چې دا اوبه په نجاست سره بدلې شوی دي که نه نو اصل دا دی چې دغه اوبه پاکې دي.
  • کله چې څوک حمام( تشناب) ته ننوځي او ځمکه لمده وي او د جامو نه څه شي په دغه ځمکه ولیږي نو قاعده دا ده چې دغه جامې پاکې دي مګر هله نه دې پاکې چې پته ولګیږي چې دغه اوبه ګنده او نجسي وي.

 

 

د نجاست او ګندګۍ ختمول:

ګندګۍ په درې قسمه ده: 1/ مغلظة. 2/ متوسطة. 3/ مخففة.

  • مغلظة: په لوښي کې د سپې خوله وهل: کله چې سپی په لوښي کې خوله ووهي نو دغه لوښی په مغلظه ( سخته،کلکه) ګندګۍ سره ګنده کیږي او تر هغې نه پاکیږي چې اووه ځله یې ونه وینځي اول ځل به یې په خاورو سره وینځي.

د ابو هریره رضی الله عنه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: ( پاکوالي د لوښی ستاسو، کله چې پکې سپی خوله ووهي اووه ځل وینځل دي اول ځل په خاورو باندې وینځل).[2]

  • متوسطة: لکه واړه او غټ بول، وینه… او دا قسم ګندګي د ګندګۍ په ختمولو سره ختمیږي لکه دغه ګندګي په اوبو پاکه کړای شي یا په خاورو باندې یا په صابون یا په نورو طریقو سره.

مهم ددې قسم ګندګی ختمول دي که په هره طریقه سره ختمه شي.

  • مخففة: دا قسم نجاست او ګندګي په دوه قسمه ده.

1/ دهغه ماشوم متیازي چې خوراک یې نه وي کړی:

د ام قیس رضی الله عنها حدیث دی ( چې دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خپل ځوی راوړو چې خوارک یې نه وو کړی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله غیږه کې کینوو نو د رسول الله په جامو یې متیازی وکړي نو رسول الله اوبه راوغوښتي او په خپلو جامو یې وشیندلي او وینوینځلي)[3]

د ابی السمح رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د جینۍ متیازی به وینځلي شي او د هلک په متیازو به اوبه شیندلی شي.[4]

2/ مذي: دا ټینګي سپیني اوبه دي چې دشهوت په وجه د انسان نه خارجیږي.

کله چې په جامو د ماشوم متیازي او مذي ولګیږي نو دا کافی ده چې اوبه پرې وشیندي او وینځل یې لازم نه ديږ

کله چې د سړی نه مذي ووځي نو خپل اندام او خصتین به وینځي اودس به کوي او غسل پرې لازم نه دی.

 [1] رواه احمد واصحاب السنن.

 [2] رواه مسلم

 [3] رواه البخاری ومسلم

 [4] رواه النسائی وابو داود

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button