متفرقات

په صحابو کرامو پسې بدرد ویل لویه ګناه ده لیکنه: محمد بصیرزئی

په صحابو کرامو پسې بدرد ویل لویه ګناه ده لیکنه: محمد بصیرزئی

په صحابه کرامو پسې او د صحابه کرامو تنقيص کول دي دا ګناه کبيره ده علی العموم ا وکله کله پرې سړی  کفر ته هم رسيږي ، زه دهغې تفصيل دلته نه بيانوم چې په کوم صورت کې پرې سړی کافر کيږي او په کوم صورت کې پرې نه کافر کيږي ، خو دصحابه کرامو شان چې څومره لوی شان والا خلک دی د هغې ذکر کوم ، او څوک چې په هغوی پسې رد بدې وايې نو دهغوي  دګناه ذکر کوم چې په څومره لويه ګناه کې مبتلا دي ، زما وروڼو صحابه کرام زمونږ ددين سند دی مونږ ته چې کوم دين رارسيدلی دی نو دا د صحابه کرامو په سند سره مونږ ته رارسيدلی دی دا دهغوی احسان دی پدې امت باندې او لوی احسان ځکه دی چې امت ته دنبي صلی الله عليه وسلم د هغه دکارونو دهغه دخبرو دهغه  اخلاقو دهغه د صفاتو دهغه دهر يوې لحظې يې امت ته خبر بیان کړی دی ترې چې دنبی عليه السلام دهغه دخبرو کيفيت د تللو کيفيت دهغه دمسکا حالت يې هم امت ته بیان کړی دی ، د عام انسان د حالاتو دومره اهتمام څوک نه کوي بلکه دهغه نه خپل حاجت پوره کړي او بيا ځي ، خو دصحابه کرام و د نبی عليه السلام سره دومره مینه وه چې دهغوی د هرحالت يې امت ته بيان کړی دی ددې باوجود چې څوک د صحابه کرامو تنقيص کوي نو دا اصل کې په دين باندې اعتراض کوي او دالله تعالی د دين تنقيص کوي ددې وجې نه روافض او شيعه ګان دا د يهودو په شان دي او ديهودو نه بد تر دی وجه داده چې يهود ځمونږ ددين په سند باندې اعتراض کوو او ويل به يې : چې وحي دا خو جبريل عليه السلام راوړې ده او جبريل علیه السلام خو زمونږ دشمن دی قران کريم  دهغې جواب وکړو ، نو دار نګه شيطان راپاڅیدو ، زمونږ ددين چې کوم سند دی ( صحابه کرام ) نو دوی په هغې باندې اعتراضات شروع کړل چې په بخاري او مسلم وغيره چې څومره د احاديثو کتابونه دي ددې ټولو په سند کې صحابه کرام دي نو مونږ ددې منلو ته تيار نه يو ، خو ياد ولرئ زما محترمو د صحابه کرامو ډیر لوی شان دی صحابه کرام هغه خلک دي چې الله تعالی د خپل نبي عليه السلام د ملګرتيا د پاره منتخب کړي و ، د صحابه کرامو ايمان دايې دعامو خلکو دايمان لپاره معيا وګرځو ، الله تعالی فرمایې (وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ .

ترجمه : او كله چې وويل شي دوی ته چې ايمان راوړئ لکه څنکه ايمان چې خلکو ( صحابه کرامو ) راوړی دی ، دوی ووايې ايا مونږ ايمان راوړو لکه څنګه ايمان چې کم عقلو راوړی دی ، خبردار خاص همدوی کم عقل دي ، لېکن دوی نه پوهيږي .

پدې ايت کې الله تعالی دمنافقانو يو صفت قبيحه بيان کړیدی هغه دا چې کله وويلی شی دوی ته چې ايمان راوړه لکه څنګه چې ايمان راوړی دی نورو خلکو – خلکو نه مراد صحابه کرام دي په اتفاق د مفسرينو سره – لکه ابن کثير ، ابن جریر ، او داسې نورو مفسرينو دا خبره ذکر کړې ده ( المراد منه جميع الصحابة )

ددې نه ټول صحابه کرام مراد دي ، نو دا خبره چې به وشوه چې دصحابه کرامو په شان ايمان راوړئ نو منافقانو به په جواب کې وويل :  ( قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ) ايا مونږ داسې ايمان راوړو لکه دې بې وقوفانو چې ايمان راوړی دی نو په هغه دور او وخت کې منافقانو په صحابه کراموباندې الزام لګوو چې دا کم عقل خلک دي خو د الله تعالی مینه د  صحابه کرامو سره وګوره الله تعالی پخپله جواب ورکوي په عجیب انداز سره (أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ ) خبردار يقينا دوی بې وقوفان دي ، ليکن دومره بې وقوفه دي چې پوهيږي هم نه ، بې علمه دي ، نو کوم خلک چې صحابه کرامو ته بې وقوفه وايې دا خلک پخپله بې وقوفه دي دا رنګه عام کفارو باره کې الله تعالی فرمايې : فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ .

ترجمه : که چيرته دې خلکو ايمان راوړو په شان دهغې چې تاسو ايمان راوړی دی په هغې ،  نو يقينا دوی په هدايت شو ….

الله تعالی د صحابه کرامو ايمان معيار وګرځو د نورو خلکو دايمان لپاره ، زما وروڼو صحابه کرام سه معمولي خلک نه دي ، دوی خو دومره اوچت خلک دي چې الله پاک يې ايمان معيار ګرځولی دی ، خاص کر هغه صحابه کرام چې صلح حديبيه کي  بيعت کولو په داسې انداز باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مذاکرات شروع دی دمشرکين مکه سره  چې عمرې له راغلي يو جنګ له نه يو راغلی  ، صرف د عمرې لپاره راغلي يو ، بيا وابس زو ، ليکن مشرکین مکه خپل دجاهليت غيرت راواخيستل او ويې ويل که مونږ تاسو ته اجازت درکو ن بهر خلک به مونږ پسې خبرې کوي ، چې دوی خو بېکاره خلک دي چې دبلې علاقې دشمن پرې راغلی او د دوی په علاقه کې يې وکو ، نو اجازت يې ورنکړو دعمرې کولو ، نو پدې دوران کې پکې نبي عليه السلام خپل صحابي عثمان بن عفان رضي الله عنه ته وويل چې ته لاړشه او دې مکې والاو ته اوايه چې ای د مکې خلکه مونږ صرف دطواف لپاره راغلی يو د بل مقصد لپاره نه يو راغلي ، يا د جنګ لپاره نه يو راغلي ، مونږ صرف عمره کوو ، واپس زو ، نو عثمان رضي الله عنه لاړو او دمکې خلکو سره يې مذاکرات شروع کړل ، نو عثمان رضي الله عنه ته يې وويل : که ته عمره کول غواړي نو وکړه خو ستا ملګري ته اجازت نشته ، دا شرم دی زمونږ لپاره ، عثمان رضي الله عنه ورته وويل : دا چيرته هم نشي کيدلای چې زه دې دلته عمره کوم او نبي صلی الله عليه وسلم دې هلته ناست وي ، نو پدې خبرو اترو کې عثمان رضي الله عنه حصار شو بهر خلکو کې غلط خبر خور شو چې عثمان رضي الله عنه يې قتل کړی دی او شهيد يې کړو ، نبي صلی الله عليه وسلم د کيکر د ونې لاندې غمجن ناست دی غصه هم دی نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل : راشئ زما سره بیعت وکړئ چې دمکې والاو نه به د عثمان رضي الله عنه بدل اخلو ، او خپل ښي لاس يې په کس ( چپ ) لاس کې کيښودلو او ويې ويل : دا دعثمان بيعت شو ، ټولو صحابه کرامو بيعت وکړو چاپدې بیعت وکړو چې مونږ به خپل ځان شهيد کړو خو دعثمان رضي الله عنه بدل به اخلو او چا پدې بيعت وکړو چې مونږ به نه تختو دميدان نه ، خو دصحابه کرامو دا بيعت کول دخپلو سرونو نه تيريدل الله ته خوښ شو نو دا ايت کريمه يې دصحابه کرامو په باره کې نازل کړو (: لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا )

ترجمه : په تحقيق سره الله تعالی راضي دی دهغې مومنانو څخه کله چې يې بيعت کولو ستاسره د ونې لاندې الله پوهه و په هغه څه چې دهغوی په زړونو کې و نازله يې کړه سکینه او ارمان په هغوی باندې او په بدل کې يې ورکړه هغوی ته فتحه نزدې  .

زما وروڼو الله پاک په تاکید سره دا خبره کړې ده چې زه د صحابه کرامو نه راضي يم او خوشحاله يم او درضا اعلان يې ټولو خلکو ته کړی دی ، همدا وه چې د هر خطيب او هر مقرر او لوستونکی چې دصحابه کرامو نوم اخلی نو دا ورسره خامخا وايې ( رضي الله عنهم ) دا د صحابه کرامو يو اعزاز دی چې الله ورله ورکړی دی ، رما عزتمندو تاسو سوچ وکړئ که چيرته يو صحابي نه يو خطايې د بشري تقاضو په بنا باندې وشي لکه په غزوه احد کې د ميدان جنګ نه معمولی شان په شاه شو نو قران کريم کې الله تعالی د هغوی حالت ځای په ځای ذکر کوي ، الله تعالی فرمايې (وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ ) په تحقيق سره الله تعالی معافي کړې ده دوی ته .

نو صحابه کرام الله تعالی ته ډير خوښ خلک و ، او ځکه خو دخپل نبي عليه السلام  د ملګرتوب لپاره غوره کړې و ، او صحابه کرامو ته سوچ وکړئ چې خپل بچې ته ، خپلې مور ته ، خپلې بي بي ته ، خپلې قبيلې ته ، خپل خاندان ته ، خپل جان او مال ته ، او خپل کلې ته چې مکه ده ټولو ته يې ندي کتلې او دخپل نبي عليه السلام سره لاړل مدينې ته ، دنبی عليه السلام په تابعدارئ کې ورته ډير تکاليف ميلاو شوي دي ، مونږ ته خو اسلام په مفتو کې ميلاو شوی دی ، ځکه خو يې زمونږ په زړه کې قدر او احترام نشته ،

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button