حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( دوه ويشتمه برخه: غير د الله لپاره د علم لټون رټنه ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( دوه ويشتمه برخه: غير د الله لپاره د علم لټون رټنه ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۳۰ ـــ قال الإمام الدارمي رحمه الله: أخْبَرَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، حَدَّثَنَا هِشَامٌ، عَنِ الْحَسَنِ، قَالَ: “الْعِلْمُ عِلْمَانِ: فَعِلْمٌ فِي الْقَلْبِ فَذَلِكَ الْعِلْمُ النَّافِعُ، وَعِلْمٌ عَلَى اللِّسَانِ فَذَلِكَ حُجَّةُ اللَّهِ عَلَى ابْنِ آدَمَ”[1].

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اثر ژباړه

هشام د حسن نه روايت کوي، هغه وايي: علم په دوه ډوله دی: يو هغه علم دی چې په زړه کې وي او دا ګټور علم دی، او بل علم په ژبه باندې وي، چې د الله تعالی له خوا په بنيادم باندې حجت او دليل وي.

د اثر تخريج

دارمي په خپل سنن ( ج۱، ص ۳۷۳، مسلسل شمېره ۳۷۷)، کې دفضيل بن عياض له لارې.

ابن ابي شيبة په خپل مصنف ( ج۷، ص ۸۲، مسلسل شمېره ۳۴۳۶۱)، کې د ابن نمير له لارې.

ابن المبارک په خپل الزهد ( ج۱،ص ۴۰۷، مسلسل شمېره ۱۱۶۱)، کې د عباد بن العوام  له لارې.

ابن بشران په خپل امالي ( ج۱، ص ۲۶۵، مسلسل شمېره ۶۱۶) کې د ابو معاويه له لارې.

څلور واړو ( فضيل، ابن نمير، عباد، او معاويه) د هشام له لارې له الحسن څخه په کټ مټ الفاظو روايت کړی دی.

ابن بشران په خپل امالي ( ج۱، ص ۱۴۰، ۱۴۱، مسلسل شمېره ۱۲۲۴)، کې د قتادة له لارې له الحسن څخه په ورته لفظ روايت کړی دی.

د راويانو څيړنه

(۱)مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په (۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۲) هشام

د راوي پېژندنه: هشام بن حسان ابو عبد الله الازدي، القردوسي، البصري.

نوموړی له الحسن بن ابي الحسن يسار، ابن سيرين،  حفصة بنت سيرين،  عكرمة، عطاء بن ابي رباح، ابو معشر زياد بن كليب او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه ابراهيم بن طهمان، يحيى القطان، ابن جريج، او نور روايت کوي[2].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: ثقه دی، او د ابن سيرين نه يې روايت اثبت دی، او د الحسن او عطاء نه يې چې کوم روايت کړی دی،  په هغی کې خبری شته، ځکه چې کله کله به يې په روايتونو کې ترې ارسال کوو ، او په ( ۱۴۷، يا ۱۴۸،هـ ) کال کې وفات شوی دی[3].

(۳) حسن

د راوي پېژندنه: الحسن بن ابي الحسن يسار،ابو سعيد،البصري، مولى زيد بن ثابت الأنصاري.

نوموړی له عمران بن حصين، مغيرة بن شعبة، عبد الرحمن بن سمرة، سمرة بن جندب، او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه يونس بن عبيد، حميد الطويل، ثابت البناني، مالك بن دينار، هشام بن حسان، او نور روايت کوي[4].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: ثقه او فقيه دی، ارسال او تدليس هم کوی، نوموړی په ( ۱۱۰هـ ) کال کې وفات شوي دی[5].

د اثر درجه

ذکر شوي اثر موقوف دی، او حسين سليم اسد الداراني، د  مسند الدارمي په تحقيق کې ويلي دی چې ياد اثر موقوف دی ليکن سند يې صحيح دی، نو حسن درجې ته رسيږی[6].

 

د اثر احکام او فوائد

علم او په هغې باندې عمل کول د الله تعالی د لوی نعمتونو څخه دی، او زموږ د ژوند او مسؤليت يوه مهمه برخه ده، چې خپل  او د خپلې کورنۍ  او د امت مسلمه ژوند په دنيا کې د الله تعالی د اوامرو او نواهيو مطابق تر سره کړو، تر څو په آخرت کې کاميابي تر لاسه کړو.

نو انسان بغير د علم نه نه شی کولي چې خپل ځان، هيواد ، کورنۍ، او ټول امت مسلمه د کاميابۍ لور ته يوسي.

نو ټول امت مسلمه ته په کار دي،  چې د علم په کولو کې پوره کوشش وکړي، تر څو خپل ځان، هيواد او امت مسلمه ته فايده من وګرځي ،او د مشکلاتو څخه يې بچ کړي.

د اثر فوائد

لمړۍ: ( فعلم في القلب ) الفاظو څخه معلوميږي چې علم نافع هغه علم دی چې د الله جل جلاله د رضا لپاره وي، او په اخلاص بنا وي.

دوهمه: ( فذلک العلم النافع) کلماتو څخه معلوميږي چې عالم ته د هغه علم هغه وخت فائده رسوي چې کله پرې عمل وکړي، او د الله تعالی د رضا لپاره يې وکړي.

دريمه: ( فذلک حجت الله علی ابن آدم ) الفاظ څخه معلوميږي چې کله د يو عالِم  په علم کې اخلاص نه وي، او عمل ورباندې نه کوي، نو دغه علم په هغه باندې بوج شی.

څلورمه: ( العلم ) کلمې څخه معلوميږي چې د علم نه مراد علم شرعي دی[7].

………………………………….

([1]) دارمي،  ابو محمد عبد الله بن عبد الرحمن بن الفضل بن بَهرام بن عبد الصمد، ( لومړی چاپ، 1412 هـ – 2000 م )، مسند الدارمي المعروف بـ (سنن الدارمي)، څېړونکی: حسين سليم اسد الداراني، خپرونکی، دار المغني للنشر والتوزيع، المملكة العربية السعودية، ( ج۱، ص ۳۷۳، شمېره ۳۷۶).

([2])  ذهبي، سير اعلام النبلاء، څيرونکی، شعيب الارنؤوط، ( ج۱۱، ص ۴۳۲، شمېره ۱۵۴).

([3]) ابن حجر، تقريب التهذيب ( ج۱، ص ۵۷۲، شمېره ۷۲۸۹).

([4]) ذهبي، سير اعلام النبلاء، څيرونکی، شعيب الارنؤوط، ( ج۸، ص ۱۳۵- ۱۳۷، شمېره ۲۲۳ ).

([5]) ابن حجر، تقريب التهذيب ( ج۱، ص ۱۶۰، شمېره ۱۲۲۷).

([6]) دارمي، المسند،  المعروف بـ ( سنن الدارمي) ( ج۱، ص ۳۷۳، شمېره ۳۷۶).

 ([7])  مبارکفوري، ابو الحسن عبيد الله بن محمد عبد السلام بن خان محمد بن امان الله بن حسام الدين الرحماني، ( دريم چاپ، ۱۴۰۴هـ  ــ ۱۹۸۴م )، مرعاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، خپرونکی: إدارة البحوث العلمية والدعوة والإفتاء – الجامعة السلفية – بنارس الهند، ( ج۱، ص ۳۵۶، شمېره ۲۷۲).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button