توحيدعقيده

توحيد الاسماء والصفات. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

توحيد الاسماء والصفات. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

توحيد الاسماء والصفات د توحيد د دريو ډولونو څخه يو ډول دی، مونږ کولای شو چې په دوو وقفو کې پرې توضيحي خبرې اترې وکړو:

لومړۍ وقفه: د توحيد الاسماء والصفات تعريف:

د  توحيد په ډولونو کې د دې ډول تعريف داسې کيدای شي چې : په هغونو نومونو او صفتونو کې الله يو ګڼل چې هغه پرې ځان نومولی وي او يا يې پرې د ځان صفت کړی وي، يا په قران کې او يا د خپل رسول په ژبه بانددې، که هغه نفي وي او که اثبات، مونږ به د الله لپاره هغه نوم او صفت ثابتو چې هغه د خپل ځان لپاره ثابت کړی وي او هغه نومونه او صفتونه به ورڅخه منتفي کيږي چې هغه له ځان څخه نفي کړي وي، نه به يې په نومونو او صفتونو کې تحريف کيږي او نه تعطيل، نه تکييف او نه تمثيل([1]) .

 

دوهمه وقفه: په توحيد الأسماء والصفات کې د اهل السنت والجماعت ځينې قواعد او ضوابط:

د توحيد دا ډول د اهل السنت والجماعت په ځينو اصولو باندې کلک ولاړ دی([2]) چې ځينې يې په دې ډول دي:

۱ – : له مخلوقاتو سره الله پاک له مشابهت نه تنزيهه کول، په هېڅ ډول او شکل د الله په څېر هېڅ شی نشته، نه په ذات او نه په صفاتو او په نه په افعالو کې هغه هم مثل لري([3]) ، او همدغه الله پاک خپله ويلي دي، هغه فرمايي: [ ليس کمثله شيء…] ( سورت شوری: ۱۱ )

ژباړه: د الله پاک هم مثل نشته، او الله پاک اوريدونکی او ليدونکی ذات دی.

۲ – : په ټولو هغو نومونواو صفتونو باندې باور لرل چې الله پاک پرې ځان او يا پرې رسول الله صلی الله عليه وسلم توصيف کړی وي، ايمان به پرې حقيقي وي او مجازي به نه وي، داسې ايمان چې د الله پاک له شان او جلال سره لائق او ښائيږي، څنګه چې له مخلوق سره د الله پاک د صفتونو تمثيل جواز نه لري همدا ډول ورڅخه هغه صفتونه نفي کول هم جواز نه لري چې الله پاک پرې ځان توصيف کړی دی.

وړاندې مذکوره ايت ته په کتلو سره مونږ وينو چې دوه اړخونه لري، يو اړخ يې [ ليس کمثله شيء ] دی چې په مشبِّهوا او اهل تمثيل باندې رد دی، او بل اړخ يې [ وهو السميع البصير ] دی چې په اهل نفي او معطِّله و باندې رد دی.

۳ – : د الله پاک د صفتونو د کيفيت ادراک څخه طمعه قطع کول، ځکه بندګان نه شي کولای چې د الله پاک د صفتونو هغه کيفيت ادراک کړي چې الله پاک پرې ځان موصوف کړی دی له دې کبله چې د انسانانو عقلونه يې توان نه لري چې دالله د ذات کيفيت وپېژندلای شي، او نه يې ژبې کولای شي چې تر صفتونو يې ځان ورسوي([4]) .

………………………

([1]) مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه: ( ۳ / ۳ )، الرسالة التدمرية : ( ۷ ) ، لوامع الأنوار البهية د سفاريني ليکنه: ( ۱ / ۱۲۹ ). المجموع الثمين من فتاوی فضيلة الشيخ محمد بن صالح العثيمين: ( ۲ / ۱۲ )، الأسئلة والأجوبة في العقيد: ( ۲۲ ) دشيخ صلاح الأطرم ليکنه.

([2]) منهاج السنة النبوية د ابن تيميه ليکنه: ( ۲ / ۱۱۰ ). أضواء البيان د شنقيطي ليکنه: ( ۲ / ۳۲۱، ۳ / ۴۱۱ ). آداب البحث والمناظرة: ( ۲ / ۱۲۷ ۱۲۸ ) د شنقيطي ليکنه.

([3]) درء تعارض العقل والنقل: ۱ / ۱۱۷ ) د ابن تيميه ليکنه. الرسالة المدني: ( ۳۱ ) د ابن تيمیه ليکنه.

([4]) مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه: ( ۱۲ / ۵۷۵).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button