حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( دري ويشتمه برخه: د شفعې اړوند روايت ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( دري ويشتمه برخه: د شفعې اړوند روايت ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۳۱ ـــ قال الإمام الدارقطني رحمه الله: حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ أَبِى كَثِيرٍ حَدَّثَنَا مَكِّىُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ حَدَّثَنَا الْمُثَنَّى بْنُ الصَّبَّاحِ عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ عَنِ الشَّرِيدِ بْنِ سُوَيْدٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « الشَّرِيكُ أَحَقُّ بِشُفْعَتِهِ حَتَّى يَأْخُذَ أَوْ يَتْرُكَ »[1].

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

د شريد بن سويد څخه روايت دی، يقينا رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی، شريک ( برخه دار) دخپلې شفعې ډېر حقدار دی په شفعې سره، تر دي چې يې واخلې او يا يې پرېږدي.

د حديث تخريج

امام ابن ماجه په خپل سنن (ج۲، ص۸۳۴، مسلسل شمېره ۲۴۹۶)، امام نسائي په السنن الکبری (ج۶، ص۹۴، مسلسل شمېره ۶۲۵۸) ،  امام احمد په خپل مسند (ج۳۲، ص ۲۲۵، مسلسل شمېره ۱۹۴۷۷)، امام طبراني په المعجم الکبير (ج۷، ص۳۱۹، مسلسل شمېره ۷۲۵۳)،  امام طحاوي په شرح معاني الآثار (ج۴، ص۱۲۴، مسلسل شمېره ۵۵۵۶)  امام طبراني په المعجم الکبير (ج۷، ص۳۱۹، مسلسل شمېره ۷۲۵۶) کې د عمرو بن الشريد له لارې د الشريد څخه په ورته الفاظو روايت کړی دی.

د راويانو څيړنه

(۱)احمد بن محمد بن زياد

د راوي پېژندنه: ابو سهل احمد بن محمد بن عبد الله بن زياد بن عباد القطان، البغدادي.

نوموړی په ( ۲۵۹هـ ) کې پيدايښت شوی دی.

نوموړی له احمد بن عبد الجبار العطاردي، ابو جعفر محمد بن عبيد الله بن المنادي، محمد بن عيسى المدائني، اسماعيل القاضي او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه الدارقطني، ابن مندة، ابن رزقويه، ابو الحسين بن بشران، ابو الحسن الحمامي، ابو علي بن شاذان او نور روايت کوي[2].

دارقطني يې په هکله وايي: ثقه دی[3].

نوموړی په (۳۵۰هـ) کال کې وفات شوی دی[4].

(۲) اسماعيل بن محمد بن ابي کثير

د راوي پېژندنه: اسماعيل بن محمد بن ابي كثير ابو يعقوب الفارسي الفسوي.

نوموړی له مكي بن ابراهيم البلخي، عصام بن يوسف، داود بن مخراق الفريابي، شهاب بن معمر البلخي او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه محمد بن عمرو الرزاز، احمد بن محمد بن عبدان الصفار، عبد الرحمن بن سيما المجبر، ابو سهل بن زياد او نور روايت کوي.

نوموړی په (۲۸۲هـ) کال کې وفات شوی دی[5].

ابن حبان په خپل کتاب الثقات کې ذکر کړی دی[6].

دارقطني يې په هکله وايي: نوموړی ثقه او صدوق دی[7].

(۳) مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په (۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۴) المثنی بن الصباح

د راوي پېژندنه: المثنى بن الصباح اليماني، من ابناء الفرس.

نوموړی له اوس، ومجاهد، والمحرر بن ابي هريرة، وعمرو بن شعيب او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه ابن المبارك، الوليد بن مسلم، معقل بن زياد، ايوب بن سويد، عيسى بن يونس او نور روايت کوي[8].

ابن حجر يې په هکله وايي: ضعيف دی، او په اخر وخت کې ورباندې ګډوډی راغلي وه، او په (۱۴۹هـ) کال کې وفات شوي دی[9].

(۵) عمرو بن شعيب

د راوي پېژندنه: عمرو بن شعيب بن محمد السهمي، عبد الله بن عمرو بن العاص بن وائل، أبو إبراهيم، وأبو عبد الله القرشي،السهمي، الحجازي.

نوموړی له شعيب بن محمد، سعيد بن المسيب، طاووس، سليمان بن يسار، عمرو بن الشريد بن سويد، عروة بن الزبير او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه المثنی بن الصباح، الزهري، قتادة، عطاء بن ابي رباح، عمرو بن دينار، مكحول او نور روايت کوي[10].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: صدوق دی، او په ( ۱۱۸هـ) کال کې وفات شوي دی[11].

(۶) سعيد بن المسيب

د راوي پېژندنه: سعيد بن المسيب بن حزن القرشي المخزومي ابن أبي وهب بن عمرو بن عائذ بن عمران بن مخزوم بن يقظة، أبو محمد القرشي، المخزومي، سيد التابعين في زمانه.

نوموړی له المسيب، علي، سعد، عثمان، ابوموسى، عائشة، عبد الله بن عمر، ابوهريرة او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه عمارة بن عبد الله بن طعمة، عمرو بن شعيب، عمرو بن دينار، غيلان بن جرير، القاسم بن عاصم او نور روايت کوي[12].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: يو له هغو غټو علماو او اثبات فقهاو څخه دی، او په (۹۰ هـ) کال کې وفات شوی دی[13].

(۷) الشريد بن سويد

د راوي پېژندنه: الشريد بن سويد الثقفي، وقيل: إنه من حضرموت، وقيل: الشريد اسمه مالك، من بني قسحم بن جذام بن الصدف[14].

نوموړی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي.

او له ده څخه عمرو بن الشريد، ابو سلمة بن عبد الرحمن، عمرو بن نافع الثقفي، يعقوب بن عاصم الثقفي او نور روايت کوي[15].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: صحابي دی، بيعة الرضوان کې هم شرکت کړی ؤ، او خپل نوم يې مالک ؤ[16].

دحديث درجه

ذکر شوي حديث په دې سند سره  ضعيف دی، ځکه چې المثنی بن الصباح راوي  په کې ضعيف دی، ليکن د متابعاتو له وجې نه حديث حسن لغيره ته رسيږی، ځکه متابع يې ثقه دی[17].

د حديث احکام او فوائد

الله تعالی چې هر يو کار جائز يا حرام کړی دی، د يو حکمت لپاره، او هر يو کار يې خپل بندګانو ته بيان کړی دی، يو له دغه کارونو څخه شفعه ده.

شفعه په اسلام کې د محاسنو څخه ده، چې د يو شريک د فائدي، او دضرر د لری کولو لپاره جائز کړی شوی ده، کېديشې يو داسي کس د شريکوال برخه واخلې چې ددی بل شريکوال دشمن وي، او يا يي اخلاق بد وي، نو له دغې وجې نه يې په خپل مېنځ کې دشمني او خفګان پيدا شي، او يو د بل نه جدا شي، نو له دغې وجي نه اسلام شفعه جائز کړی ده.

دحديث فوائد

لومړۍ: ( الشريک أحق بشفعته ) الفاظو څخه د شفعې حکم ثابتېږی، چې برخه دار کس ډېر حقدار دی، د نورو څخه.

دوهمه: ( حتی يأخذ أو يترک ) جملې څخه معلوميږې چې شفيع په اخستلو کې اختيارمن دی، که اخلې او که يې پريږدی.

دريمه: په حديث کې د( أحق ) کلمه د شفيع په فضيلت باندې دلالت کوي.

…………………………………..

([1]) دارقطني،  سنن الدارقطني، (ج۵، ص۴۰۰، شمېره ۴۵۲۹).

([2]) ذهبي، سير اعلام النبلاء ، (ج۳۰، ص۱۹، شمېره ۲۹۹).

([3]) مسلمي او نور، موسوعة أقوال أبي الحسن الدارقطني في رجال الحديث وعلله، (ج۱، ص ۸۹، شمېره ۳۳۳).

([4]) مخکينی ماخذ.

([5]) بغدادي، تاريخ بغداد، (ج۷، ص۲۷۱، شمېره ۳۲۶۹).

([6]) ابن حبان، الثقات، (ج۸، ص۱۰۶، شمېره ۱۲۴۵۲).

([7]) مسلمي او نور،  موسوعة اقوال ابي الحسن الدارقطني في رجال الحديث وعلله، (ج۱، ص۱۳۲، شمېره ۵۶۲).

([8]) ذهبي،  تاريخ الإسلام وَوَفيات المشاهير وَالأعلام، (ج۳، ص۹۷۷، شمېره ۴۰۲).

([9]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۵۱۹، شمېره ۶۴۷۱).

([10])  ذهبي، سير اعلام النبلاء ، (ج۹، ص ۱۹۳، ۱۹۴، شمېره ۶۱).

([11]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۴۲۳، شمېره ۵۰۵۰).

([12])   ذهبي، سير اعلام النبلاء ، (ج۷، ص۲۴۲، ۲۴۴، شمېره ۸۸).

([13]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۲۴۱،شميره ۲۳۹۶).

([14]) ابن الاثير، اسد الغابة، ( ج۲، ص ۳۶۸، شمېره ۲۴۲۹).

([15]) ابن حجر،  ابو الفضل احمد بن علي بن محمد بن احمد بن حجر العسقلاني، ( لومړی چاپ، ۱۳۲۶هـ)، تهذيب التهذيب، خپرونکی: مطبعة دائرة المعارف النظامية، الهند، (ج۴، ص۳۳۲، شمېره ۵۸۳).

([16])  ابن حجر، تقريب التهذي، (ج۱، ص۲۶۶، شمېره ۲۷۸۳).

([17])  مخکينی ماخذ (ج۱، ص۴۲۳، شمېره 5049).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button