توحيدعقيده

توحيد الوهيت.ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

توحيد الوهيت.ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

تمهيد: توحيد ربوبيت او توحيد الاسماء والصفات يو جنس دی، د دواړو ډولونو مفهوم اعتقادي دی او لکه د توحيد الوهيت په څېر عملي نه دی، له دې کبله زياتره علماء کرام دواړه د توحيد يو ډول بولي او يو نوم يې ورکړی دی چې ( توحيد المعرفة والاثبات – يا – توحيد العلمي الخبري ) دی، ځکه له مومن بنده څخه دا ډول توحيد معرفت او اثبات غواړي، د الله د افعالو معرفت، د هغه د اسماؤ او صفتونو معرفت او بيا يې الله پاک لره داسې ثابتول چې څنګه لائق دي.

اما توحيد الوهيت يا توحيد عبادت دا بيا عملي توحيد دی، په دې ډول توحيد کې امر دی چې عبادتونه بايد د يو ذات وشي چې الله پاک دی، او يا د کار پرېښودل چې د يو ذات له کبله به پرېښودل کيږي چې الله پاک دی، توحيد الوهيت د طلب او قصد توحيد دی او يا : ارادي او طلبي توحيد دی، په دې ډول توحيد کې ايکې يواځې د الله پاک عبادت ته دعوت دی چې له الله پرته د نورو معبودانو د عبادت خلع اوترک په کې پروت دی. ([1])

د توحيد په دې ډول باندې غږېدل شايد خبره لاپسې اوږده کړي ځکه چې د پيغمبرانو او امتونو ترمنځ معرکه پر همدې توحيد وه، خو زه به پر هغو مقدماتو باندې بسيا وکړم چې د توحيد د مذکور ډول په تعريفاتو مشتمل دي او تفصيلات به يې نوروته پرېږدم، په دې مبحث کې زمونږ مختصرې خبرې په يو څو وقفاتو مشتملې دي:

لومړۍ وقفه: د ( اِلَهٌ ) د کلمې پېژندل:

عربان وايي: ( أَلَــهَ اِلاهَةً وأُلُوْهَـةً و أُلُوْهِيَّةً ) مطلب: عبادت يې ورله وکړ، توحيد الوهيت توحيد عبادت ته ويل کيږي، اله دلته د مألوه په معنا دی يعنې معبود، ( أَلَّهّهُ ) معنا: د ځان لپاره يې اله او معبود وګرځو، او څوک چې د ځان لپاره څوک معبود کړي نو عابد په عقيده يې همدغه اله دی([2]) .

دوهمه وقفه: د توحيد الوهيت تعريف:

علماء کرام وايي چې توحيد الوهيت: په ټولو ظاهري او باطني عبادتونو کې الله پاک يواځې ګڼل، که دغه عبادات قولي وي او که فعلي، او له الله پاک نه ماسوا د له ټولو معبودانو څخه د دغو عبادتونو د نفي عقیده لرل که هر څوک وي([3]) .

دريمه وقفه: د توحيد د  ډولونو ترمنځ د توحيد الوهيت منزله او مکانت:

د توحيد په  ډولونو کې د توحيد دا لومړنی ډول دی پيغمبرانو عليهم السلام ورته خلک رادعوت کړي دي([4]) ، د همدې توحيد له کبله پيغمبران راستول شوي دي، الله پاک فرمايي: [ ولقد بعثنا… ] ( سورت نحل: ۳۶ )

ژباړه: مونږ په هر امت کې پيغمبر استولی و چې د الله پاک عبادت وکړئ او له طاغوت څخه کلکه ډډه وکړئ.

اسماني کتابونه هم الله پاک په همدې توحيد رانازل کړي دي([5]) ، الله پاک فرمايي: [ وما أرسلنا من قبلک من رسول… ] ( سورت انبياء: ۲۵ ).

ژباړه: له تا څخه وړاندې مونږ هېڅ پيغمبر نه دی استولی مګر مونږ ورته وحي کړې ده چې له ما پرته بل برحق معبود نشته او ايکې يواځې زما عبادت وکړئ.

د مشرکانو او مومنانو ترمنځ فرق په همدې توحيد سره راځي او په دنيا او اخرت کې جزا او سزا په همدې توحيد ورکړل کيږي، شيخ الاسلام بن تيميه رحمه الله وايي: توحيد د شرک ضد دی، کله چې بنده توحيد داسې عملي کړي چې څنګه د الله پاک حق دی او عبادت يې وکړي او هېڅ ډول شريک ورسره ونه ګرځوي نو دغه انسان به مُوَحِّد وي([6]) .

د توحيد همدا ډول و چې  الله پاک پرې خپل پيغمبر ته امر وکړ چې له کبله يې له کافرانو سره جنګ جهاد وکړي([7]) ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ أمرت أن أقاتل الناس… ] ([8])

ژباړه: ما ته امر شوی دی چې له خلکو سره تر هغه جنګ جهاد وکړم ترڅو ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل برحق معبود نشته ، پر ما او کوم دين چې ما راوړی دی پرې باوري شي، که يې دا هر څه وکړل نو له ما څخه به خپلې وينې او شتمنۍ خوندي کړي مګر هغه چې حق يې جوړيږي، او پاتې حساب يې په الله پاک دی.

او د ( لا اله الا الله ) معنی هم توحيد الوهيت دی او وروسته به يې تفصيل راشي.

څلورمه وقفه: په توحيد الوهيت باندې شرعي دليلونه:

د الله پاک توحيد او په عبادتونو او مرستو غوښتنو کې يې اخلاص کول په قران کريم کې په کثرت سره راغلی دی، او همدا خبره ابن تيميه رحمه الله هم کړې ده([9]) ، له دغو ګڼ شمېر دليلونو څخه ځينې دا دي: الله پاک فرمايي: [ واعبدوا الله ولا تشرکوا به شيئا ] ( سورت نساء: ۳۶ ).

ژباړه: خاص د الله پاک عبادت وکړئ او له هغه سره هېڅ ډول شريک مه جوړوئ.

او فرمايي: [ وقضی ربک ألا تعبدوا الا اياه… ] ( سورت اسراء: ۲۳ ).

ژباړه: ستا رب دا پرېکړه کړي چې له هغه پرته د بل هېڅ چا عبادت مه کوئ.

او فرمايي: [ وما أمروا الا …. ] ( سورت بينه: ۵ ).

ژباړه: او دوی ته امر نه و کړی شوی مګر دا چې خاص د الله پاک عبادت وکړئ، په داسې حال کې چې هغه لپاره عبادت خالص کونکي او د توحيد والا ياست.

او فرمايي: [ قل ان صلاتي ونسکي… ] ( سورت انعام: ۱۶۲ – ۱۶۳ ).

ژباړه: ورته ووايه چې زما لمونځ او قرباني او زما ژوند او مرګ خاص د الله لپاره دي چې د مخلوقاتو پروردګار دی – له هغه سره هېڅ ډول برخه دار نشته او په دې سره ما ته امر کړی شوی او زه لومړی مسلمان يم.

او له نبوي حديثونو څخه پرې دليلونه هم ډېر دي چې زه يواځې معاذ رضي الله عنه ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دې قول بسيا وکړم چې [ يا معاذ! أتدري ما حق الله علی العباد؟ وما حق العباد علی الله؟ …. ] ([10])

ژباړه: ای معاذه! ايا تا ته معلومات شته چې الله پر بندګانو باندې څه حق لري؟ او بندګان پر الله څه حق لري؟ معاذ وويل: الله او رسول يې ښه پوهيږي، هغه ووي: د الله حق پر بندګانو دا دی چې عبادت به يې کوي او هېڅ برخه دار به ورسره نه ګرځوي، او د بندګانو حق پر الله دا دی چې هغه چا ته به عذاب نه ورکوي چې شريک يې ورسره نه وي جوړ کړی .

پنځمه وقفه: که څوک دا ډول توحيد ونه مني او پر نورو دواړو يې عقيده وي:

که څوک د الوهيت په توحيد عقيده ونه لري نو په اسلام کې برخه او ځای نه لري که څه هم د توحيد نور دواړه ډولونه مني، که چرته څوک عقیده ولري چې الله پاک خالق، مالک او د ګردو چارو مدبر دی او د ټولو هغو نومونو او صفتونو مستحق دی چې له شان سره يې ښائيږي خو له الله سره په عبادت کې بل څوک شريکوي نو د ربوبيت او اسماء او صفاتو توحيد باندې به ايمان ورته هېڅ فايده ونه رسوي([11]) ، او نه ورته په هغه صورت کې ګټه رسوي چې د عبادت کوم ډول له غير الله ته واړوي، ځکه چې الله پاک فرمايي: [ انه من يشرک بالله… ] ( سورت مائده:۷۶ ).

ژباړه: شان دا دی چې که څوک له الله سره شرک وکړي نو الله به پرې په يقينې توګه جنت حرام کړي او اور به يې ځای وي، او د ظالمانو لپاره هېڅ ډول مرستندويه نشته.

………………………………….

([1]) شرح العقيدة الطحاوية: ( ۴۲ ۴۳ ) د ابن ابي العز الحنفي ليکنه.

([2]) الصحاح دجوهري ليکنه: ( ۶ / ۲۲۲۳ ). القاموس المحيط دفيروز ابادي ليکنه: ( ۱۶۰۳ ). المعجم ا لوسيط:( ( ۲۵ )

([3]) أعلام السنة المنشورة د حافظ حکمي؛ ليکنه: ( ۵۱ )،المجموع الثمين للشيخ ابن عثيمين : ( ۲ / ۱۱ )

([4]) مدارج السالکين : ( ۳ / ۴۴۳ ) د ابن القيم ليکنه. شرح العقيدة الطحاوية: ( ۱ / ۲۱ ) د ابن ابي العز ليکنه.

([5]) مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه: ( ۱ / ۱۴۵ ).

([6]) مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه: ( ۱ / ۵۲ ۵۳ ).

([7]) المجموع الثمين من فتاوی الشيخ محمد بن صالح العثيمين: ( ۲ / ۱۱ ۱۲ ).

([8]) صحيح مسلم: ( ؟؟؟؟ ) ، کتاب الايمان، باب الأمر بقتال الناس حتی يقولوا لا اله الا الله محمد رسول الله .

([9]) مجموع الفتاوی: ( ۱ / ۷۰ ).

([10]) صحيح البخاري: ( ؟؟؟؟ ) کتاب التوحيد، باب ما جاء في دعاې النبي صلی الله عليه وسلم أمته الی التوحيد. صحيح مسلم: ( ؟؟؟؟ )، کتاب الايمان، باب أن من مات علد التوحيد دخل الجنة قطعا، او د مذکور حديث الفاظ د مسلم دي.

([11]) المجموع الثمين للشیځابن عثيمين: ( ۲ / ۱۲ ).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button