توحيدعقيده

د توحيد الوهيت او توحيدربوبيت ترمنځ اړيکه.ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

د توحيد الوهيت او توحيدربوبيت ترمنځ اړيکه.ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

د اهل السنت والجماعت – مړي دې ورله الله وبخښي او د ژندو په عمر کې دې الله خير کيږدي – په خبرو کې د دې ذکر ډېر وي چې د توحيد الوهيت او ربوبيت ترمنځ د استلزام او تضمن اړيکه ده.

په دې اړه يو د ابن القيم رحمه الله کلام دی هغه وايي: هغه الهيت چې پيغمبرانو د الله توحيد ته پرې خپل قومونه رادعوت کړي دی د عبادت او تأليه دی، د  لوازمات څخه يې بيا توحيد ربوبيت هم دی چې د مکې مشرکانو پرې اعتراف هم کو او په الله پاک يې پرې عقيده لرله، په توحيد ربوبيت باندې له اقرارو کولو څخه په توحيد الوهيت باندې اقرار لازميږي([1]) .

شيخ محمد الأمين شنقيطي  رحمه الله وايي: په قران کريم کې پر مشرکانو دا دليل زيات نيول کيږي چې د الله د ربوبيت په توحيد باندې اعتراف څخه په توحيد عبادت باندې اعتراف واجبيږي، له دې کبله الله پاک مشرکانو سره په توحيد ربوبيت کې په تقريري استفهام خطاب کوي او دليل ورباندې نيسي جې الله پاک ايکې يواځې د عبادت مستحق دی او د هغوی په شرکياتو ورته توبيخ او رټنه ورکوي، سره له دې چې مشرکان د الله په ربوبيت اعتراف هم کوي چې ايکې يواځې رب ، ځکه که څوک يې د ربوبيت په توحيد اقرار کوي ورڅخه لازميږي جې د عبادت په توحيد يې هم اعتراف وکړي چې هغه د عبادت مستحق دی([2]) .

نو توحيد ربوبيت څخه توحيد الوهيت مستلزميږي، که هر څوک په لومړي ډول توحيد باندې اعتراف وکړي نو پرې لازميږي چې دوهم باندې هم اعتراف وکړي، مطلب دا چې که څوک ومني چې الله پاک يې رب، خالق او د چارو مدبر دی او همدغه خالق دا بنده خپل عبادت ته رابللی دی نو ورباندې واجب ګرځي چې عبادت يې ايکې يواځې وکړي او هېڅ څوک ورسره برخه دار ونه ګرځوي، نو کله چې خالق پروردګار په خپله ايکې يواځې نافع او ضار دی نو په عبادت يې اقرار کول هم واجب دي([3]) .

له دې کبله الله پاک پر مشرکانو باندې د توحيد الوهيت لپاره په توحيد ربوبيت باندې دليل نيسي، له دغو دليلونو څخه دا دی چې الله پاک فرمايي: [ يا أيها الناس اعبدوا… ] ( سورت بقره: ۲۱ – ۲۲ )

ژباړه: ای ټولو خلکو د خپل هغه رب عبادت وکړئ چې تاسو او له تاسو نه مخکې ټول مخلوق يې پيدا کړی دی، دا په دې خاطر تاسو کې تقوا راشي، ستاسو رب هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش او ظرف پيدا کړې ده او اسمان يې درله چت پيدا کړی دی، له اسمان څخه اوبه راښکته کوي او ستاسو لپاره پرې ميوه جات را اوباسي چې ستاسو لپاره رزق او خوراک دی، تاسو د الله پاک لپاره په عبادت کې برخه دار مه جوړوئ او حالانکه تاسو پوهيږئ چې هغه برخه دار نه لري.

چونکه له توحيد ربوبيت څخه توحيد الوهيت لازميږي نو توحيد الوهيت توحيد ربوبيت لره متضمن دی، شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله د توحيد الوهيت متعلق وايي: توحيد الوهيت توحيد ربوبيت لره متضمن دی، ځکه هر څوک چې يواځې د الله عبادت کوي نو تر هغه يې عبادت نه کوي ترڅو په ربوبيت يې اقرار وکړي([4]) .

نو توحيد الوهيت متضمن دی توحيد ربوبيت لره، مطلب دا چې توحيد ربوبيت په توحيد الوهيت کې داخل دی، څوک چې يواځې د الله پا ک عبادت کوي چې هېڅ شريک او برخه دار نه لري، نو ضرور ده چې عقيده ولري چې همدغه الله يې رب خالق او رازق دی، ځکه عبادت بايد د هغه چا وکړی شي چې په لاس کې يې خير او شر وي، په لاس کې يې د ګرد مخلوق چارې او واک وي([5]) .

……………………………..

([1]) اغاثة اللهفان من مصائد الشيطان: ( ۲ / ۱۳۵ ).‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

([2]) أضواء البيان: ( ۳ / ۴۱۱ ) د شنقيطي ليکنه.

([3]) الارشاد الی صحيح الاعتقاد : ( ۳۴  – ۳۵) د شيخ صالح الفوزان ليکنه. توحيد الألوهية: ( ۶۰ ) د محمد ليکنه.

([4]) المجموع الثمين: ( ۲۲ ) د ابن عثيمين ليکنه.

([5]) الارشاد الی صحيح الاعتقاد: ۳۴ ۳۵ ) د شيخ صالح الفوزان ليکنه. توحيد الالوهية: ( ۶۱ ) د محمد ليکه.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button