حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( پنځه ويشتمه برخه: د عذابونو نه پناه غوښتل ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( پنځه ويشتمه برخه: د عذابونو نه پناه غوښتل ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۳۳ ـــ  قال الإمام أحمد رحمه الله: حَدَّثَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ يَعْنِي ابْنَ أَبِي هِنْدٍ، عَنْ صَيْفِيٍّ، مَوْلَى أَفْلَحَ مَوْلَى أَبِي أَيُّوبَ الْأَنْصَارِيِّ، عَنْ أَبِي الْيَسَرِ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَدْعُو بِهَؤُلَاءِ الْكَلِمَاتِ السَّبْعِ يَقُولُ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَدَمِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ التَّرَدِّي، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْغَمِّ، وَالْغَرَقِ، وَالْحَرَقِ، وَالْهَرَمِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ يَتَخَبَّطَنِي الشَّيْطَانُ عِنْدَ الْمَوْتِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ فِي سَبِيلِكَ مُدْبِرًا، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ لَدِيغًا»[1].

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

له ابواليسر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم به په دعا کې دا اووه کلمات ويل: ای الله له تا نه پناه غواړم چې څه راباندې راپريوځي، او له تانه له لويدلو نه پناه غواړم، او له تا نه له غم، له غرقېدو، له سوځېدو، له سخت بوډښت څخه پناه غواړم، او له تا پورې پناه غواړم  چې د مرګ په مهال مې شيطان ګډوډ کړي، او له تانه  پناه غواړم چې ستا په لار کې د تېښتې په حالت کې ومرم، او له تا نه  پناه غواړم چې چيچل شوی ومرم.

د حديث تخريج

امام ابوداود په خپل سنن ( ج۲، ص ۱۳۱، مسلسل شمېره ۱۵۵۲)، طبراني په المعجم الکبير ( ج۱۹، ص ۱۷۰، مسلسل شمېره ۳۸۱)، کې د مکي بن ابراهيم له لارې په پورته سند سره په کټ مټ الفاظو روايت کړی دی.

امام ابوداود په خپل سنن ( ج۲، ص ۱۳۱، مسلسل شمېره ۱۵۵۳)، طبراني په الدعاء (ج۱، ص۴۰۶، مسلسل شمېره ۱۳۶۳)، کې د عيسی بن يونس له لارې.

امام نسائي په خپل سنن المجتبی (ج۸، ص ۲۸۳، مسلسل شمېره ۵۵۳۱) ، کې د الفضل بن موسی له لارې.

طبراني په المعجم الکبير ( ج۱۹، ص۱۷۰، مسلسل شمېره ۳۸۱)، کې د محمد بن جعفر له لارې.

امام نسائي په المجتبی، ( ج۸، ص ۲۸۳، مسلسل شمېره ۵۵۳۲)، د يونس بن عبد الاعلی له لارې.

طبراني په الکبير، (ج۱۹، ص۱۷۰، مسلسل شمېره ۳۸۱)، د ابراهيم بن حمزه الزبيري له لارې.

پنځه واړو ( عيسی، الفضل، محمد،  يونس، ابراهيم ) د عبد الله بن سعيد له لارې په ورته لفظ روايت کړی دي.

د راويانو څيړنه

(۱)مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په (۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۲)عبد الله بن سعيد

نوموړی راوي صدوق او کله کله غلطيږی، پېژندنه يې مخکې په (۲) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۳) صيفي

د راوي پېژندنه : صيفي بن زياد الأنصاري أبو زياد او أبو سعيد المدني هم ورته وايي.

نوموړی له  مولی افلح مولی ابو ايوب الانصاري ، ابو سعيد الخدري ، ابو اليسر كعب بن عمرو، څخه روايت کوي.

او له ده څخه  عبد الله بن عمر، سعيد المقبري ، سعيد ابن ابي هلال ، عبد الله بن سعيد بن ابي هند، روايت کوي[2].

ذهبي[3] او حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: ثقه دی[4].

(۴) أبو اليسر

د راوي پېژندنه : كعب بن عمرو بن عباد بن عمرو بن سواد بن غنم بن كعب بن سلمة بن سعد ابن علي بن أسد بن ساردة بن تزيد بن جشم بن الخزرج الأنصاري الخزرجي السلمي، أبو اليسر. ،اونوموړی په شل (۲۰) کلنۍ کې د بدر په غزا کې شرکت کړی ؤ[5].

نوموړی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم  څخه روايت کوي.

او له ده څخه ځوی  يې عمار، مولی افلح مولی ابو ايوب الانصاري ،موسى بن طلحة بن عبيد الله، عبادة بن الوليد بن عبادة بن الصامت او داسی نور روايت کوي.

ياد صحابي په ( ۵۵هـ) کلنۍ کې وفات شوی دي.[6].

د حديث درجه

ذکر شوي حديث سند د اضطراب له وجې ضعيف دی، ځکه عبد الله بن سعيد دلته د صيفي نه بغير له واسطي حديث روايت کړی دی،او په ( ۱۵۵۲۴ ) نمبر حديث په مسند احمد کې عبد الله بن سعيد د خپل نيکه ابو هند څخه د صيفي له لارې روايت کړی دی،په دي  روايت کې يې ابو هند په سند کې زيات کړی دی، او ابو هند نامعلوم دی او صيفي د عبد الله بن سعيد په استاذانو کې ذکر شوی دی[7].

د حديث احکام او فوائد

وروسته د اسلام څخه  روغتيا د الله تعالی له نعمتونو څخه يو لوی نعمت دی، نو لدی وجی نه رسول الله صلی الله عليه وسلم، دفتنو، او مصيبتونو او تکليفونو نه پناه غوښتی ده، ځکه دا د انسان دين او دنيا ته زيان رسوی، الله تعالی دی موږ او تاسی ددغسی فتنو او مصيبتونو نه وساتی.

د حديث فوائد

لومړۍ: ( الهدم، التردي، الغم، الغرق، الحرق )د نوموړو کلماتو څخه معلوميږي چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم دداسی عذابونو نه پناه غوښتلی ده، چې په مخلوقاتو باندې ناڅاپه راځی، حتی د انسان نه شهادت کلمة او وصيت هم پاتې کيږی، او انسان شهادت کلمي او وصيت کولو ته سخت ضرورت لری، نو انسان نشی کولی چې ددی عذابونودهشت او ويری له وجې  شهادت کلمة ووايې او وصيت وکړی، الله جل جلاله دی موږ ټول مسلمانان دداسی ناڅاپه عذابونو څخه وساتی.

دوهمه: ( وأعوذبک أن أموت في سبيک مدبرا )الفاظو څخه معلوميږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغه مرګ نه پناه غوښتلی ده، چې د کفارو سره د جنګ په مقابله کې ورته شا کړی، او دجنګ څخه د تېښتې کوشش کوی، او په دغه وخت کې ورته مرګ راشی، ځکه چې د کفارو نه دجنګ په وخت کې تېښته کول حرام دي، او په احاديث کې ترې منع راغلې ده.

………………………………………

([1])  احمد بن حنبل، المسند، ( ج۲۴، ص ۲۸۱، شمېره ۱۵۵۲۳).

([2]) ابن حجر، تهذيب التهذيب ( ج۴، ص ۴۴۱، شمېره ۷۷۵).

([3]) ذهبي، الكاشف في معرفة من له رواية في الكتب الستة (ج۱، ص ۵۰۶، شمېره ۲۴۲۱).

([4]) ابن حجر، تقريب التهذيب، ( ج۱، ص ۲۷۸، شمېره ۲۹۶۱).

([5]) ابن الاثير،  اسد الغابة، ( ج۴، ص ۱۸۴، شمېره ۴۴۶۹).

([6]) ابن حجر، تهذيب التهذيب ( ج۸، ص ۴۳۷، شمېره ۷۹۳).

([7]) مزي، تهذيب الکمال في اسماء الرجال (ج۱۵، ص۳۸، شمېره ۳۳۰۷).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button