توحيدعقيده

د توحيد الوهيت او ربوبيت ترمنځ توپيرونه. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

د توحيد الوهيت او ربوبيت ترمنځ توپيرونه. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

د توحيد الوهيت او ربوبيت کې د انحراف له جهته لويه تېروتنه هله منځ ته راځي چې د مدلولاتو ترمنځ يې فهم کې يې توپير ونه کړی شي، ځکه دواړه يو نه دي او ترمنځ يې بلها توپيرونه دي خو ځينې به يې به يې ذکر کړم([1]) :

۱ – : د لغوي اشتقاق فرق، ربوبيت له ( رب ) کلمې څخه اخستل شوی خو ولې  الوهيت بيا له ( اِله ) له کلمې څخه اخستل شوی دی.

۲ – : په تعريف کې توپير، توحيد ربوبيت دې ته ويل کيږي چې الله پاک په خپلو افعالو کې يو وګڼل شي لکه: پيدا کول، رزق ورکول، ژوندي کول او مړه کول، ورکړه او منع، خير اوشر، خو ولې توحيد الوهيت بیا د بندګانو په افعالو کې الله يو ګڼلو ته ويل کيږي لکه: لمونځ، زکات، روژه، خشيت، اميد او محبت، خوف او توکل… .

۳ – : په بسيا کې توپير، توحيد ربوبيت په اسلام کې د دخول لپاره بسنه نه کوي خو ولې توحيد بيا بسنه کوي، ځکه توحيد الوهيت چې څوک ومني نو په ضمن کې يې توحيد ربوبيت خپله مني، له دې کبله څوک چې ( لا اله الا الله ) په سمه توګه ووايي نو د توحيد ټولو ډولونو ته يې راتګ وکړ.

۴ – : په اقرار کې توپير، په توحيد ربوبيت باندې مشرکانو هم اقرار کړی و خو ولي توحيد الوهيت يې رد کړی و او ايمان يې پرې ونه لرو او د نورو په عبادتونو باندې بوخت پاتې شول، مشرکانو به ويل: [مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى] ( سورت زمر: ۳ ).

ژباړه: مونږ يې عبادت نه کو مګر په دې خاطر چې الله ته مو لا نزدې کړي .

خو کله چې ورڅخه وغوښتل شول چې د الله عبادت وکړي نو هغه څه يې وويل چې الله پاک ورڅخه نقل کړي دي [ أجعل الآلهة الها واحدا ان هذا لشيء عجاب ] ( سورت ص: ۵ ).

ژباړه: ايا ده له ډېرو معبودانو څخه يو معبود جوړ کړ؟ دا خو بیخي د ډېرې حيرانتياخبره ده.

۵ – : ترمنځ يې لزومي او تضمني توپير: توحيد ربوبيت څخه توحيد الوهيت لازميږي، که څوک توحيد ربوبيت ومني پرې لازميږي چې په توحيد الوهيت باندې اقرار وکړي،  اما توحيد الوهيت خپله توحيد ربوبيت لره متضمن دی، که څوک توحيد الوهيت ومني په ضمن کې يې خپله په توحيد ربوبيت باندې اقرار دی.

دا او دې ته ورته نور توپيرونه خپله په هغه چا باندې رد دی چې اټکلوي چې پيغمبرانو چې کوم توحيد ته دعوت کړی دی هغه د ربوبيت توحيد دی او د توحيد ربوبيت او الوهيت ترمنځ توپير نشته!

……………………………………

([1]) مذکوره فرقونه په راروانو کتابونو کې ذکرشوي دي: الأسئلة والأجوبة في العقيدة : ( ۱۵ ۱۹ ) د شيخ صالح الأطرم ليکنه. الارشاد الی صحیح الاعتقاد: ( ۳۴ ۳۵) د شیح صالح الفوزان ليکنهة توحيد الألوهية: ( ۶۰ ۶۳ ) د حمد ليکنه.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button