توحيدعقيده

د ( لا اله الا الله ) معنا او ارکان يې. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

د ( لا اله الا الله ) معنا او ارکان يې. ليكنه: دكتور عبد القادر بن محمد عطا صوفي ژباړن: دکتور عبدالرحمن شا.

توحيد  الوهيت د شهادت د کلمې ( أَشْهَدُ أَنْ لاَ اِلَهَ اِلاَّ الله ) معنا ده.

دا چې د توحيد مغز او اساس، ستن او اعتماد يې د شهادت د کلمې د معنا پېژندل دي، نو لازمه ده چې مسلمان يې د سمې صحيح معنا پېژندلو حرص او لالچ ونيسي، په مقصد يې وپوهيږي او په مقتضا يې عمل وکړي، په راروانو مطلبونو کې د شهادت د دغې کلمې ښه وضاحت وکړی شي:

لومړی مطلب: د ( لا اله الا الله ) معنا.

توحيد الوهيت خپله د ( لا اله الا الله ) معنا ده([1]) .

او د ( لا اله الا الله ) معنا دا ده چې له الله پرته د بل هېڅ چا عبادت مه کوئ([2]) .

خو که مونږ د ( لا اله الا الله ) کلمې اعراب وکړو نو وضاحت به يې لا پسې مزيد او موخه به لا روښانه شي.

لا: نافية للجنس.

اله: اسم د ( لا ) دی، او د نصب په محل مبني دی، خبر يې مرفوع دی او مقدر دی، تقدير يې دی ( حَقٌّ ).

الا : حرف استنثاء دی، او دلته استثناء مفرغه ده.

الله: بدل د لفظ د ( اله ) نه، او بدل بعض دی.

ټوله جمله له خپل مقدَّر سره داسې جوړيږي: ( لا الا بحق الا الله ).

او وړاندې تېر شول چې د ( اله ) معنا معبود ده، نو جمله داسې جوړيږي: ( لا معبود حق الا الله )، يا ( لا معبود بحق الا اله واحد ) او دغه یو ذات الله پاک دی چې شريک نه لري([3]) .

 

دا مزيد نوره هم هله لا پسې توضيح شي چې څوک د هغو کافرانو په حال کې سوچ وکړي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورسره جنګ جهاد کړی دی او د هغوی وينه يې حلاله ګڼلې وه، ښځې يې ورله وينځې کړې او مالونه يې ورله غنيمت کړل، همدې کافرانو د الله په توحيد ربوبيت باندې عقيده لره چې له هغه پرته بل خالق او رازق، پيدا کونکی او مړ کونکی او د دوی د چارو مدبر  ذات له الله پرته بل نشته، خو بيا هم په اسلام کې ځکه داخل ونه ګڼل شول چې( لا اله الا الله ) ګواهي يې نه ورکوله او له الله سره يې د نورو معبودانو عبادت هم وکړ.

 

 

د ( لا اله الا الله ) ارکان.

( لا اله الا الله ) ده ډول ارکان لري، لفظي او معنوي

لفظي ارکان خو يې هغه دي چې کلمه طيبه ورته خپله شمول لري، دواړه رکنونه يې نفي او اثبات دی، ( لا اله ) نفي ده او ( الا الله ) اثبات دی.

اما معنوي ارکان يې هغه دي چې د کلمې طيبې معنا ورته شمول لري چې ( لا معبود بحق الا الله ) دلته هم د نفي او اثبات دوه رکنونه دي ( لا معبود بحق ) نفي او ( الا الله ) اثبات دی.

شيخ عبدالله بن عبدالرحمن بن جبرين وايي: ( لا اله الا الله ) پر نفي او ثبوت مشتمله ده، دې کلمې له الله پرته له هر چا څخه الهيت نفي کړی دی، له الله پرته که څه شی دي که ملائک دي او که انبياء کرام، او که نور څوک خو برحق معبودان نه دی او نه د عبادت حق لري، همدې کلمې ايکې يواځې الله پاک لره الهيت ثابت کړی دی، مطلب دا چې بنده به له الله پرته بل د هېڅ چا عبادت نه کوي او نه به يې مقصد وي چې عبادت يې وکړي، او عبادت همدېته ويل کيږي چې زړه په يو څه شي پورې د کوم ډول عبادت کولو په خاطر وروتړل شي لکه: دعا، ذبحه، نذر نياز،  او داسې نور… ([4])

 

نو د نفي مطلب: له الله پرته له هر چا څخه د عبادت استحقاق نفي کول.

اواثبات مطلب: ايکې يواځې الله پاک لره الوهيت ثابتول چې هېڅ راز شريک او برخه دار نه لري([5]) .

او همدا د الله پاک د دې قول معنا ده [ قل ان صلاتي… ] ( سورت أنعام: ۱۶۲ – ۱۶۳ ).

ژباړه: ورته ووايه چې زما لمونځ او قرباني او زما ژوند او مرګ خاص د الله لپاره دي چې د مخلوقاتو پروردګار دی – له هغه سره هېڅ ډول برخه دار نشته او په دې سره ما ته امر کړی شوی او زه لومړی مسلمان يم.

……………………………….

([1]) معارج الصعود الی تفسير سورة هود: ( ۴۰ ) د شيخ شنقيطي ليکنه.

([2]) مخکنی مصدر: ( ۴۱ ).

([3]) تيسير العزيز الحميد: ( ۷۳ ) د شيخ سليمان بن عبدالله ليکنه. ( أضواء البيان : ( ۴ / ۵۰۸ ) د شنقيطي لیکنه.

([4]) الشهادتان، معناهما وما تستلزمه کل منهما : ( ۲۲ ) د شيخ جبرين ليکنه. الدين الخالص: ( ۱ / ۱۸۹ ) د صديق حسن خان لیکنه.

([5]) أعلام السنة المنشورة : ( ۳۹ ) ، د شیخ حافظ حکمي ليکنه.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button