حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شپږ ويشتمه برخه:  خفګان نه پناه غوښتل ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شپږ ويشتمه برخه:  خفګان نه پناه غوښتل ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۳۴ ـــ  قال الإمام أحمد رحمه الله: حَدَّثَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ يَعْنِي ابْنَ أَبِي هِنْدٍ، عَنْ عَمْرِو بْنِ أَبِي عَمْرٍو، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَثِيرًا مَا يَدْعُو بِهَؤُلَاءِ الدَّعَوَاتِ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَالْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَالْبُخْلِ وَالْجُبْنِ، وَضَلَعِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ»[1].

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

له أنس رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا دعاګانې په کافي ډېرښت اوريدلي دي : ای الله! له تا پورې له غم او خفګان څخه پناه غواړم، له تاپورې له کمزورۍ او ناراستۍ څخه، له بخل او بوزديلۍ څخه، له دروند قرض او د خلکو له غلبې څخه پناه غواړم.

د حديث تخريج

امام ابوداود په خپل سنن  ( ج۲، ص ۱۲۸، مسلسل شمېره ۱۵۴۱) کې د يعقوب بن عبدالرحمن الزهري له لارې.

امام ترمذي په خپل سنن ( ج۵، ص ۴۶۸، مسلسل شمېره ۳۴۸۴) کې د ابو مصعب المدني له لارې.

امام نسائي پخپل سنن ( ج۸، ص ۲۵۷، مسلسل شمېره ۵۴۵۰) کې د محمد بن اسحاق له لارې.

امام نسائي په خپل سنن ( ج۸، ص ۲۷۴، مسلسل شمېره ۵۵۰۳) کې، امام طبراني په خپل کتاب الدعاء ( ج۱، ص۴۰۱،مسلسل  شمېره ۱۳۴۹) کې د اسماعيل بن جعفر له لارې.

څلور واړو ( يعقوب، ابو مصعب، محمد، او اسماعيل بن جعفر ) د  عمرو بن ابي عمرو څخه  په پورته سندسره په کټ مټ الفاظو روايت کړی دی.

د راويانو څيړنه

(۱)مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په (۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

 

(۲) عبد الله بن سعيد

نوموړی راوي صدوق او کله کله غلطيږی، پېژندنه يې مخکې په (۲) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۳) عمرو بن أبی عمرو

د راوي پېژندنه :  عمرو بن أبي عمرو أبو عثمان المدني  مولى المطلب  بن  عبد الله بن حنطب، المخزومي، الفقيه، أبو عثمان المدني.

نوموړی له  أنس بن مالك، أبو سعيد المقبري، سعيد بن جبير، روايت کوي.

او له ده څخه  مالك بن أنس، محمد بن جعفر، عبد العزيز الدراوردي، عبد الرحمن بن أبي الزناد، راويت کوی[2].

نوموړی په  ( ۱۵۰ هـ) کال کي وفات شوی دی.

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: ثقه دی،[3].

(۴) انس بن مالک

د راوي پېژندنه : انس بن مالك بن النضر بن ضمضم الأنصاري ابن زيد بن حرام بن جندب بن عامر بن غنم بن عدي بن النجار،أبو حمزة الأنصاري، الخزرجي، النجاري، المدني. نوموړی د  رسول الله  -صلى الله عليه وسلم –  لس کاله شاګرد او خادم پاتي شوی دی.

نوموړی صحابي د نبي  -صلى الله عليه وسلم – او ابو بكر، عمر، عثمان،  معاذ، او داسی نورو نه روايت کوي.

او له ده څخه  ابن سيرين، ابو قلابة، مكحول، عمر بن عبد العزيز، ثابت البناني، او داسی نور روايت کوي[4].

نوموړی  لقب ( ذو الاذنين ) وو او په ( ۹۲، ۹۳هـ ) کال کې وفات شوی دی[5].

د حديث درجه

ذکر شوي حديث حسن دی، ځکه چې عبد الله بن سعيد صدوق دی، خو نورو راويانو يې متابعت کړی دی او شعيب الارنؤوط د مسند احمد په تحقيق کې ويلی دي چې ياد حديث صحيح او سند يې جيد دی[6].

د حديث احکام او فوائد

الله جل جلاله پخپلو بندګانو باندی رحم کوونکی دی، او  الله تعالی ټول بندګان پيدا کړی دي،او بيا يې ورته د ژوند اسباب اسانه کړی دي، يو د هغه اسبابو او رحمت څخه هغه د الله تعالی نه دعاء غوښتل،او الله ته رجوع کول دی ، ددی لپاره چې الله ورباندی رحم وکړی، او مغفرت ورته نصيب کړی، او د ژوند مشکلات ورته اسانه کړی، نو په دې  حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ  ته د خفګان په وخت کې د الله تعالی نه د دعاء غوښتل يوه نمونه راخای، او رسول الله صلی الله عليه وسلم به ياده  دعاء ډيره تکرار وله.

د حديث فوائد

لومړۍ: ذکر شوې دعاء په حديث کې يو داسې جامعه دعاء ده ، چې د دنيا ټول مشکلات ورپکی ذکر شوی دی، او رسول الله صلی الله عليه وسلم تری پناه غوښتلی ده.

دوهمه: ( کثيرا ما يدعو ) څخه د دعاء فضيلت معلوميږی، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به ددی دعاء تکرار ډېر کوو، او دعاء هم يو عبادت دی، او هم د الله جل جلاله اطاعت دی، لکه څرنګه چې الله تعالی  فرمايي : ﱡﭐ ﱍ ﱎ ﱏ ﱐ ﱑﱒ  ﱓ ﱔ ﱕ ﱖ ﱗ ﱘ ﱙ  ﱚ ﱠ[7]

 دريمه: په دې  حديث کې ( هم او حزن ) يو ځای ذکر شوی دي، نو ددی نه معلوميږي چې دواړه سره په معنی کې فرق لري، نو ( هم ) هغه خفګان ته وايي : چې وروسته راتلونکی دي، او ( حزن ) هغه خفګان ته وايي : چې اوس يا مخکې ورباندی اخته شوی وی[8].

……………………….

([1]) احمدبن حنبل، المسند، ( ج۲۱، ص ۲۹، شمېره ۱۳۳۰۴).

([2]) ذهبی،  سير اعلام النبلاء، ( ج۱۱، ص ۱۴۶، شمېره ۳۲).

([3] ) ابن حجر، تقريب التهذيب ، (ج ۱، ص ۴۲۵، شمېره ۵۰۸۳).

([4])ذهبی،  سير أعلام النبلاء، ( ج۵، ص۳۹۱، شمېره ۶۲).

 ([5])ابن حجر، تقريب التهذيب ، (ج۱، ص ۱۱۵، شمېره ۵۶۵).

([6])احمد بن حنبل، المسند، (ج۳، ص۲۲۰، شمېره ۱۳۳۲۸).

([7])سورة غافر: ( آيت : ۶۰).

([8]) عباد،  عبد المحسن بن حمد بن عبد المحسن بن عبد الله بن حمد العباد البدر، شرح سنن ابي داود، خپرونکی:  الشبكة الإسلامية، (ج۱ ، ص۲).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button