د محرمیت یا خوندي ساتنې پالیسي

د لاړښود بنسټ ستاسو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو په تړاو ژمن دی، زموږ د محرمیت دا پالیسي تاسو ته په ښکاره توګه توضیح کوي، چې موږ ستاسو معلومات په څه ډول را ټولوو، په څه ډول یې کاروو، کومو خلکو ته یې ښکاره کوو او ستاسو له شخصي معلوماتو څخه په څه ډول ساتنه کوو، تاسو چې کله هم زموږ ویب سایټ یا د ویزې د اسانتیاو مراکزو ته راځۍ، هلته تاسو ته به ددې ټولو په اړه بشپړ معلومات درکول کیږي.

کوم معلومات چې موږ یې را ټولوو

موږلاندې ډول معلومات له تاسو څخه را ټولوو:

  • د شخصي هویت یا پیژندنې په موخه معلومات: لکه ستاسو بشپړ نوم او تخلص یا د کورنۍ نوم ، تذکړه یا پاسپورت نمبر.
  • د اړیکې تفصیل: ستاسو د اړیکي شمیره/ د تیلفون نمبر، د بریښنا لیک پته او په فیزیکي توګه د اوسیدو آدرس.
  • د فیس د ورکړې معلومات: د راکړې ورکړې یا د بانک اکونت تفصیل هغه هم د اړتیا په صورت کې که چیرته شونې وه.
  • تخنیکي معلومات: لکه ستاسو د (IP) پته د هغه د براوزر یا لټون ډول، او زموږ په ویب سایټ کې د هغه د کارولو طریقه

په څه ډول موږ ستاسو له را ټول شویو معلوماتو څخه کار اخلو ؟

موږ ستاسو را ټول شوي معلومات د لاندې موخو لپاره کاروو

  • ستاسو د خدمتونو په لړکې تاسو ته له اړتیا سره سم تازه او مهم معلومات، د پروسې په جریان کې بدلونونه/ تغیرات او په همدې ترتیب نور اړین معلومات ستاسو د خدماتو اړونده او یا هم له اړوند ادارې سره شریک کو.
  • د دې لپاره چې وکولای شو، ستاسو د راټول شوي معلوماتو لپاره له اړوندې ادارې څخه وخت واخلو او ستاسو اسناد اړوند سفارت خاني او یا هم سیمه ییزو ادارو ته پر وخت وړاندې کړو.
  • د دې لپاره چې ستاسو د اسنادو په تړاو تاسو ته مهم او تازه معلومات درکړو ، یا د تغیر او بدلون په اړه تاسو ته خبر درکړو، او یا هم د خدمتونو په جریان کې د نورو معلوماتو څخه تاسو پر وخت خبر کړو.
  • د دې لپاره چې موږ خپل د خدمتونو کیفیت لا پیاوړی کړو ، د ویب سایټ فعالیت مو لا ښه شي او د کاري بهیر مو په مؤثریت ډول لا غښتلی شي.

د معلوماتو شریکول او ښکاره کول:

موږ یواځې په لاندې حالاتو کې ستاسو شخصي معلومات له نورو سره شریکولی شو:

  • د لوژستیک په برخه کي له انتقالوونکی سره او همدا راز له پوسته رسان سره د دې لپاره چې ستاسو اسناد بیرته تر تاسو ورسوي.
  • د اړونده دولتي اداري له رسمي مسؤل شخص سره کله چې موږ ته په قانوني توګه د دې اړتیا وي چې باید داسې وکړو.

موږ هیڅکله ستاسو شخصي معلومات په بل شخص نه پلورو او نه یې هم په کرایه یا اجاره کوم بل شخص ته په اختیار کې ورکوو.

د معلوماتو خوندي ساتنه/ محرمیت

موږ له اوسني عصري صنعت سره سم ډیر په لوړ معیار امنیتي تدابیر نیولي، ترڅو له موږ سره ستاسو را ټول شوي معلومات د غیر مجاز لاسرسي، بدلون، ناوړه ګټه اخیستنې او یا هم له افشا کیدو څخه خوندي وي.