د لارښوونې لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
تاسو د همدې فولډر په کارولو سره خپل اړین اسناد او معلومات را ولیږئ.
زموږ ماهر کارکوونکي به ستاسو د غوښتنلیک پروسس او تائید وکړي.
موږ تاسو ته خبرتیا درکوو او ستاسو تصدیق شوي اسناد درلیږو او یا هم ستاسو د غوښتنلیک پایله تاسو ته سپارو.
د لاړښود بنست په څلوړو کلیدي برخو کي تخصص لري چې د رسمي او د سفر موضوعاتو په تړاو ستاسو له اړتیا سره سم مرسته کوي.
د بایومټریک نوم لیکنه او ثبت: د رسمي غوښتنلیکونو او د اسنادو لپاره ستاسو د ګوتو نښې او انځوړ له اړتیا سره سم اخیستل کیږي.
د اسنادو تائید: له مختلفو وزارتونو، سفارتونو، قونسلګریو او نورو دولتي ادارو څخه ستاسو د اسنادو د تصدیق لپاره د اسانتیاو برابرول
د اسنادو تصدیق: د رسمي ادارو له غوښتنې سره سم د تایید شوي او تصدیق شوي اسنادو کاپي چمتو او وړاندې کول.
د سفر خدمتونه: د سفر لپاره په الوتکه کې د تکیت/ سیټ نیولو او په دې برخه کې د نورو مهمو سفري خدمتونو وړاندې کول.
نه، لاړښود یو خصوصي جواز لرونکی مرکز، او د یو ارتباطي شبکې په توګه کار کوي. تر څو په انفرادي توګه د مراجعینو د شخصي او تجارتي اسنادو قانوني پړاوونه په غَور او اغیزمن ډول ترسره کړي، او د بایومټریک دپېچلې پروسې په اړه له خلکو سره مرسته کوي.
د اسنادو تائید او تصدیق هغه رسمی پروسه ده ، کوم چي د سند اصالت/ اصلي والي په بهرنی هیوادونه کي تائیدوي.
چې دغه اسنادونه په عموي توګه د کار، تعلیم او په مهاجرت کي د پیل په موخه ټول شامل دي او یا هم د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره هغه اسناد چې بهرنیو هیوادونو ته یې سند د ثبوت په توګه د اعتبار وړ وي.
موږ د یو پراخ نیټ ورک یا شبکې په لرلو سره ستاسو د اسنادو تصدیق او تائید په ټولو ادارو کې اسانتیاوې برابرولی شو، چې په هغو کې لاندې ادارې شاملې دي:
د هیواد په کچه وزارتونه: لکه د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت او داسې نور…
په ډیر درنښت له تاسو هیله کوو، چې خپل اړوند اسناد، د هیواد د نوم سره او د نورو تفصیلاتو د رالیږلو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ
د اسنادو تائید او تصدیق په ځانګړي توګه د سفارتونو لخوا غوښتل کیږي، ترڅو د شخص د هغو اسنادو د اصالت / اصلي والي په اړه د اړوند وزارت یا ادارې لخوا یې تصدیق او تائید وشي. کوم چی دوی ته سپارلي وي . نو ځکه تاسو ته ویل کیږي، چې د خپلو اسنادو تصدیق له اړوند وزارت یا ادرې څخه راوړئ. موږ ستاسو د اسنادو تصدیق او تائید ستاسو په نشتون ترسره کوو.
په دې برخه کې موږ د اسنادو د تصدیق او تائید ډیره لویه ساحه تر پوښښ لاندې لړو، چې په هغه کې هر ډول اسناد شامل دي زموږ د کار ساحه تر یوه بریده محدود نه ده لیکن په عمومي ډول لاندې اسناد موږ ته تائید او تصدیق لپاره راځي:
بایومیټریک یو ځانګړی فزیکي عمل دی چې د مخصوصو وسایلو په وسیله ستاسو د ګوتو نښې د سترګو او څیرې انځور ستاسو د پیژندنې او هویت په موخه د ځینو اسنادو د ترلاسه کولو په موخه اخیستل کیږي.
هو، موږ په جدي توګه سپارښتنه کوو، چې تاسي د ملاقات وخت ونیسي ، نو اړینه ده چې تاسو یوځل اړوند ادارې ته ولاړ شئ.
ترڅو ډاډ ترلاسه کري موږ په چټکۍ سره خپل خدمات ترسره او ستاسو د انتظار وخت مو را کم کړ. بله دا چې ستاسو ورتګ اړوند ادارې ته د بایومیټریک د اخیستلو لپاره ځکه اړین دی چې په فیزیکي توګه له تاسو څخه عکس او د ګوتو نښې واخیستل شي.
د سفر د خدماتو په برخه کې مونږ تاسو سره د نړیوالو او داخلي الوتکو د سیټونو/ تکیټ د نیولو برخه کې بشپړه مرسته کوو، زموږ موخه دا ده چې تاسو ډیر هوسا او ارزانه سفر وکړئ او تاسو ته په دې برخه کې کومه ستونزه پیدا نشي.
هو، موږ ستاسو له غوښتنې سره سم تاسو ته د سفر لپاره د یو مناسب سفري بیمې پلان په تنظیمولو کي مرسته وکړو.
د اسنادو د پروسس موده په عموم کې د اسنادو ډولونو پورې اړه لري، د مشخص هیواد واټن او په دغه اسنادو کې ښکېل د وزارتونه او سفارتونه ړول دي، د یادو ادارو اصول او کار په دې موضوع کې ډیر مهم دي. موږ هغه مهال تاسو ته په اټکلي توګه د دې کار د پروسس لپاره وخت او زمان ټاکلی شو کله چې موږ ستاسو اسناد یو ځل مطالعه کړو.
فیسونه د اړین خدمت په ډول (لکه تصدیق، تائید، بایومیټریک، سفر)، د غوښتنې په پیچلتیا، او د اړوندو ادارو د لګښتونو پر بنسټ ټاکل کیږي. موږ تاسو ته تر هوکړې مخکې روښانه قیمتونه او د ټولو لګښتونو بشپړ تفصیل وړاندې کوو.
د دې لپاره چې وپوهیږئ ستاسو اسناد تر کومه بریده پروسس شوي، تاسو کولای شئ د خپلو اسنادو د تائید او تصدیق لپاره زموږ له ملاتړیزه ټیم سره په هغه شمیره اړیکه ونیسئ کومه شمیره یې چې تاسو ته د رسید په پارچه کې درکړې ده.
په دې تړاو هیله کوو، چې تاسو له خپلو اصلي اسنادو سره یوځای زموږ مرکز ته تشریف راوړئ، زموږ کارکوونکي/ سلاکاران به د ټولې پروسې او شرایطو په اړه تاسو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي، همدا راز تاسو کولای شئ چې د اړیکو څانګې سره په هغه شمیرې اړیکه ونیسئ ترڅو تاسو ته په دې اړوند لومړني معلومات درکړي.